عطوان: ترکیه دې له ایران څخه درس واخلي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i176946-عطوان_ترکیه_دې_له_ایران_څخه_درس_واخلي
د عربي نړۍ شنونکي عبدالباري عطوان له اسرائیلو سره د ترکیې د دریځ د پیاوړتیا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې انقره باید د ایران له تجربې زده کړه وکړي.
(last modified 2026-08-22T10:45:58+00:00 )
Aug 22, 2026 15:12 Asia/Kabul
  • عطوان: ترکیه دې له ایران څخه درس واخلي

د عربي نړۍ شنونکي عبدالباري عطوان له اسرائیلو سره د ترکیې د دریځ د پیاوړتیا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې انقره باید د ایران له تجربې زده کړه وکړي.

عطوان د سوریې په ادلب کې د «ابوالظهور» هوايي ډګر پر وړاندې د اسرائیلي برید په غبرګون کې د ترکیې پر دریځ نیوکه کړې او دغه برید یې د انقرې او د هغې د سیمه‌ییزو متحدانو پر وړاندې سپکاوی بللی دی.

نوموړي ایران د یوه داسې هېواد په توګه یاد کړی چې د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې یې د مقاومت سیاست غوره کړی او ټینګار یې کړی چې ترکیه باید له دې تجربې زده کړه وکړي.