پر جنوبي لبنان د اسرائیلو بریدونه؛ د منع شوو بمونو کارول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i176952-پر_جنوبي_لبنان_د_اسرائیلو_بریدونه_د_منع_شوو_بمونو_کارول
پارس‌ ټوډی - صهیونیستي رژیم پر لبنان د خپلو بریدونو په دوام، په نبطیه کې له فاسفور لرونکو بمونو څخه کار اخیستی دی.
(last modified 2026-08-22T11:18:12+00:00 )
Aug 22, 2026 15:47 Asia/Kabul
  • پر جنوبي لبنان د اسرائیلو بریدونه
    پر جنوبي لبنان د اسرائیلو بریدونه

پارس‌ ټوډی - صهیونیستي رژیم پر لبنان د خپلو بریدونو په دوام، په نبطیه کې له فاسفور لرونکو بمونو څخه کار اخیستی دی.

د مهر خبري اژانس په حواله، صهیونیستي رژیم د جنوبي لبنان په نبطیه سیمه کې د خپلو بریدونو پر مهال له فاسفور لرونکو بمونو څخه استفاده کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په نړیواله کچه د دغه ډول بمونو کارول منع دي.

همداراز راپور ورکړل شوی چې د لبنان په جنوبي سیمو کې د دغه هېواد د ملکي وګړو د کورونو د چاودنې او ویجاړولو لپاره د صهیونیستي رژیم له لوري پراخ عملیات ترسره شوي دي.

المیادین هم راپور ورکړی چې د صهیونیستي رژیم پوځ د ارنون او کفر تبنیت ترمنځ سیمه کې یوه ستره چاودنه رامنځته کړې ده.

همداراز راپور ورکړل شوی چې اسرائیلي توپچي ځواکونو د میس الجبل سیمې شاوخوا تر توپچي بریدونو لاندې راوستې ده.

د لبنان روغتیا وزارت په خپل تازه راپور کې اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې ۸ زره او ۹۱۵ کسان وژل شوي او ۳۰ زره او ۵۴۳ نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې د ۲۰۲۶ کال د مارچ له دویمې، یعنې پر ایران د جګړې له پیل راهیسې، په لبنان کې ۴ زره او ۳۴۸ کسان وژل شوي او ۱۲ زره او ۳۰۷ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د صهیونیستي رژیم پوځ د اوربند د پرله‌پسې نقض او پر جنوبي لبنان د بریدونو په دوام، دغه سیمه د هوايي او توپچي بریدونو هدف ګرځوي.