د شاباک پخوانی مشر د نتانیاهو پرضد شکایت کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو د رژیم د کورني امنیت ادارې «شاباک» پخوانی مشر «رونن بار» غواړي د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پرضد شکایت وکړي.
دا پرېکړه وروسته له هغې کوي چې نتانیاهو هغه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نېټې د برید د وړاندوینې د نه کولو له امله ملامت کړ.
رونن بار ویلي چې هغه به د نتانیاهو د امنیتي چارواکو او بهرنیو ادارو له چارواکو سره د لیدنو د مهالوېش د خپرېدو غوښتنه هم وکړي.
«رونن بار»به همدارنګه وغواړي چې د لومړي وزیر د دفتر غړي او مرستیالان د هغو موضوعاتو په اړه د شاهدانو په توګه احضار شي چې نوموړي یې د نتانیاهو له خوا پر ځان «د همغږۍ او د دسیسې کمپاین» بللی دی.
هغه زیاته کړه: «د اسرائیلو لومړي وزیر نتانیاهو د شاباک د پخواني مشر پر ضد یو بېحده پاروونکی او له واقعیت څخه په بشپړه توګه لرې کمپاین پیل کړی دی.»
د شاباک پخواني مشر زیاته کړه: «نتانیاهو له درېیو کلونو راهیسې له خپل مسؤلیت منلو ډډه کړې او د خلکو له خوا یې د رسمي څېړنیزې کمېټې د جوړېدو مخه نیولې ده. اوس یې د اسنادو د یوې برخې په خپرولو پیل کړی، خو دغه اسناد جعلي دي او له حقیقت سره سمون نه لري.»
بار وویل: «اوس، په داسې حال کې چې د هغو خبرداریو په اړه شاهدۍ پیلېږي چې له برید مخکې ورکړل شوي وو، نتانیاهو هڅه کوي چې د هماغه کس په تورنولو سره د خلکو پام واړوي، چې هغه ته یې پر وخت خبرداری ورکړی و.»
د دې اعلامیې له مخې، رونن بار د شاباک د مشر په توګه د خپلې دندې پر مهال نتانیاهو ته د یوې بېسارې او نږدې کېدونکې غمیزې په اړه خبرداری ورکړی و؛ خو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دغه خبرداری چې د دفاعي قدرت د بیا جوړولو او د سرحدونو د پیاوړتیا سپارښتنې هم ورسره وې، له پامه غورځولي و.
هغه زیاته کړه چې غوره یې ګڼله د یوې څېړنیزې کمېټې تر جوړېدو پورې انتظار وباسي؛ هغه کمېټه چې د ده په وینا، خلک او د وژل شویو کسانو کورنۍ یې مستحق دي.
خو د شاباک پخواني مشر وویل چې نور اجازه نه شي ورکول کېدای چې «د دروغو، د حقایقو د بدلولو، په اسنادو کې د لاسوهنې او د ګمراه کوونکو معلوماتو د خپرولو» لړۍ دوام وکړي.
هغه له نتانیاهو څخه د ټولو اسنادو د سمدستي خپرولو غوښتنه وکړه او ویې ویل، هغه شکایت چې غواړي ثبت یې کړي، په کې به د ټولو هغو کسانو احضارول شامل وي چې اسناد یې تحریف یا جعلي کړي او د هغه په اړه یې ناسم او سپکوونکي معلومات خپاره کړي دي.
د رونن بار دا اعلامیه، چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ یې د شاباک مشري کوله، د نتانیاهو د هغې ادعا په ځواب کې خپره شوې چې ګواکې رونن بار د اکتوبر د اوومې نېټې د برید په اړه خبرداري له پامه غورځولي او لومړي وزیر ته یې معلومات نه وو ورکړي.
نتانیاهو د دوشنبې په ماښام په خپره شوې اعلامیه کې هغه لیدنه هم رد کړه چې د اکتوبر د اوومې نېټې تر برید مخکې میاشتو کې یې له «عباس کامل» سره کړې وه. عباس کامل هغه مهال د مصر د عمومي استخباراتو ادارې مشر و.