غزه کې د وژل شویو ماشومانو شمېر له ۲۱ زرو واوښت
Oct 05, 2026 13:48 Asia/Kabul
د ملاتړ د بشري حقونو مرکز وايي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې ۲۱ زره او ۷۴۵ له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان وژل شوي او شاوخوا ۴۶ زره نور ټپیان شوي دي.
د یاد مرکز په وینا، له ټپیانو ۱۱ زره کسانو د پښو او لاسونو د پرې کېدو له امله د غړو له لاسه ورکولو ستونزه پیدا کړې ده، همداراز ۱۲۳ ماشومان د خوارځواکۍ او اوبو د کمښت له امله مړه شوي او د وخت له وخته د زېږېدلو ۲۹۳ ماشومانو د مړینې پېښې ثبت شوې دي.
مرکز وايي، شاوخوا ۷۰۰ زره ماشومان له روغتیايي خدمتونو، زدهکړو او مناسب استوګنځي په ګډون له خپلو اساسي حقونو محروم شوي دي او د دې وضعیت د څېړلو او د سرغړونو د عاملانو د حساب ورکولو غوښتنه یې کړې ده.
ټیګونه