غزه کې د وژل شویو ماشومانو شمېر له ۲۱ زرو واوښت
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i179392-غزه_کې_د_وژل_شویو_ماشومانو_شمېر_له_۲۱_زرو_واوښت
د ملاتړ د بشري حقونو مرکز وايي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې ۲۱ زره او ۷۴۵ له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان وژل شوي او شاوخوا ۴۶ زره نور ټپیان شوي دي.
(last modified 2026-10-05T09:20:22+00:00 )
Oct 05, 2026 13:48 Asia/Kabul
  • غزه کې د وژل شویو ماشومانو شمېر له ۲۱ زرو واوښت

د ملاتړ د بشري حقونو مرکز وايي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې ۲۱ زره او ۷۴۵ له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان وژل شوي او شاوخوا ۴۶ زره نور ټپیان شوي دي.

د یاد مرکز په وینا، له ټپیانو ۱۱ زره کسانو د پښو او لاسونو د پرې کېدو له امله د غړو له لاسه ورکولو ستونزه پیدا کړې ده، همداراز ۱۲۳ ماشومان د خوارځواکۍ او اوبو د کمښت له امله مړه شوي او د وخت له وخته د زېږېدلو ۲۹۳ ماشومانو د مړینې پېښې ثبت شوې دي.

مرکز وايي، شاوخوا ۷۰۰ زره ماشومان له روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو او مناسب استوګنځي په ګډون له خپلو اساسي حقونو محروم شوي دي او د دې وضعیت د څېړلو او د سرغړونو د عاملانو د حساب ورکولو غوښتنه یې کړې ده.