سعودي عربستان د یمن له انصار الله سره مقابله نشي کولای
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i179900-سعودي_عربستان_د_یمن_له_انصار_الله_سره_مقابله_نشي_کولای
زمونږ خبریال راپور راکړي د صهیونیسټي ټیلي ويژن چینل «ایران اینټرنیشنل» یوه شناند علي صدرزاده وویل، سعودي عربستان د یمن انصارالله ته د ماتې د ورکولو توان نه لري او امریکا هم نه شي کولای له خپلو عربي متحدانو دفاع وکړي.
(last modified 2026-10-13T09:41:44+00:00 )
Oct 13, 2026 14:08 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان د یمن له انصار الله سره مقابله نشي کولای

زمونږ خبریال راپور راکړي د صهیونیسټي ټیلي ويژن چینل «ایران اینټرنیشنل» یوه شناند علي صدرزاده وویل، سعودي عربستان د یمن انصارالله ته د ماتې د ورکولو توان نه لري او امریکا هم نه شي کولای له خپلو عربي متحدانو دفاع وکړي.

علي صدرزاده وویل: سره له دې چې عربي هېوادونو امریکا ته ډېرې پیسې او امتیازات ورکړي، خو امریکا د عربي پاچاهانو د دفاع اراده او توان نه لري.

هغه زیاته کړه، سعودي عربستان د یمن د  حوثیانو د له منځه وړلو توان نه لري. حوثیان په یمن کې یوه منظمه او د  تاریخي جرړو لرونکې ډله ده، خو په جنګ کې د سعودي عربستان په خوا کې یووالی او همغږي نشته.

دغه راز د اسلامي ملګرتیا موسسې غړي عبدالرزاق لقمان هم  وویل، سعودي عربستان د خپل ځان د دفاع توان هم نه لري.

 د هغه په وینا، دغه هېواد یوازې په ظاهري بڼه او تجمل کې ښه دی، په داسې حال کې چې حوثیان له مرګه وېره نه لري.