انصارالله خواستار تحقیق بین المللی درباره تجاوز به یمن شد
زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن د انصارالله غورځنګ یوه جګپوړي غړي محمد الفرح وویل، موږ پر یمن د سعودي عربستان د تېري په اړه د یوې بېطرفه او خپلواکې نړیوالې څېړنې غوښتنه کوو.
الفرح نن سهار له المیادین ټلوېزیون سره په مرکه کې زیاته کړه، جنګ، کلابندۍ، د خوړو او درملو د واردولو مخنیوي او د درملنې لپاره بهر ته د سفرونو پر وړاندې خنډونه د یو میلیون او ۴۰۰ زره ملکي وګړو د مړینې لامل شوي دي.
نوموړي وویل، د یمن درې لکه نور خلک هم په بمباریو کې وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه، سعودي عربستان د ملکي وګړو د وژل کېدو مسؤلیت لري، ځکه چې د پخوانیو خبرداریو له پام کې نیولو پرته، د بیخ بنایانو د ساتنې لپاره له ملکي وګړو څخه د انساني سپر او ډهال په توګه کار اخلي.
الفرح سعودي عربستان ته په خطاب کې وویل: «تاسو یوازې دوه لارې لرئ؛ یا له یمن څخه لاس واخلئ او یا د خپلو کړنو د پایلو انتظار وباسئ.»
هغه څرګنده کړه: که پر یمن د تېري پلمه له ایران سره مقابله وي، نو ایران له جغرافیایي پلوه تر صنعا تاسو ته نږدې دی.