په تعز کې د یمن د وسلهوالو ځواکونو پرمختګ
Oct 21, 2026 13:19 Asia/Kabul
پارس تودی-د یمن په جنوب لوېدیځ کې د تعز ښار دننه د یمن د وسلهوالو ځواکونو د پرمختګ او جګړو په دوام، د اصلاح ګوند له انصارالله غورځنګ سره د هوکړې هڅې پیل کړې دي.
د لبنان الاخبار ورځپاڼې ویلي، جګړې د تعز ښار په ختیځ او شمال کې په درېیو محورو کې روانې دي. د سعودي عربستان له ملاتړه برخمنو ډلو د خپلو مواضعو له لاسه ورکولو او د سعودي هوايي ملاتړ د کمېدو له امله له جګړې لاس اخیستی دی.
د اصلاح ګوند د عمان په منځګړیتوب له انصارالله سره د جګړو د درولو، د عدن، تعز او صنعا ترمنځ د لارو د پرانیستلو او د تعز ښار د ګډ کنټرول وړاندیز کړی دی.
ټیګونه