دعراق اهل سنت دعربستان پر ګوتوهنو سختې نیوکې کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i20623-دعراق_اهل_سنت_دعربستان_پر_ګوتوهنو_سختې_نیوکې_کوی
دلبنا العهد انټرنیټی سایټ راپورورکړ دعراق د عالمانو دپلاوی مشر شیخ خالد الملا په عراق کې دعربستان ددرز اچونکی اوتاؤتریخجن رول ته په اشارې سره وویل ، دعربستان دعالمانو شورا تراوسه پورې په عراق کې ترهه ګر عملیات نه دی محکوم کړی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 06, 2016 15:37 Asia/Kabul
  • دعراق اهل سنت  دعربستان پر ګوتوهنو سختې نیوکې کوی

دلبنا العهد انټرنیټی سایټ راپورورکړ دعراق د عالمانو دپلاوی مشر شیخ خالد الملا په عراق کې دعربستان ددرز اچونکی اوتاؤتریخجن رول ته په اشارې سره وویل ، دعربستان دعالمانو شورا تراوسه پورې په عراق کې ترهه ګر عملیات نه دی محکوم کړی

 شیخ الملا زیاته کړې ، عربستان نه غواړی  په عراق کې داعش ترهه ګره اوجنایتکاره ډله له مینځه لاړه شی  او  خپلې ټولې هڅې ئې  ددغې ترهه ګرې  او ور انکارې ډلې دساتلو ا وپه وسلو سنبالولو لپاره  خپلې ټولې هڅې کارولی دی .

 له دې مخکې هم  دعراق  زیات شمیر ګوندونو اوداهل سنت  غوره شخصیتونو هم  په عراق کې دعربستان     دسفیر  ثامر  السبهان  له خوا  دعراق په پوځی او  کورنیو چارو کې   دهغه په  ګوت وهنو  په نیوکو سره  له خپل   حکومته دهغه  دشړلو غوښتنه کړې  ده .

 دعراق د اهل سنت دعالمانو دشورا مشر شیخ خالد الملا  همداراز  دموصل پشمول  دعراق دبیلابیلو سیمو په  آزادولو کې  دالحشد الشعبی    ځواک دشتون په دفاع سره  وویل ،    الحشد الشعبی مبارز ځواک   په تیرو دوو کلونو کې  دعراق دنیول شویو سیمو په آزادولو کې  ټاکونکی رول لوبولی دی .