سعودی عربستان دیمن له پولو دملی ګارډ ځواک په شا کړ
نبا ټیلیویژنی چینل راپورورکړسعودی عربستان له یمن سره په ګډو پولو کې له یمن والو سره دنښتو له ډګره د خپل ملی ګارډ ځواک ویستلی دی راپورښئ دسعودی عربستان دملی ګارډ وزیر متعب بن عبدا.. بن عبدالعزیز له یمن سره دسعودی عربستان په پولو کې دجنګ له ډګره دبیرته ستنیدونکو پوځیانو هرکلی کړی اومدعی شوی چې په دغه ماموریت کې دهغوی ګډون پای ته رسیدلی دی .
عربستان په داسې حال کې خپل ملی ګارډ ځواک له یمن سره له سرحدی سیم ویستلی چې دغه هیواد په یمن دپه حملې کې ډیر زیات ځانی او مالی تاوانونه زعملی ا ودغه تاوانونه ئې هماغه راز په زیاتیدو دی .
ویل کیږی پرون هم دی په جیزان کې په پوځی مرکز دیمن دملی پوځ اوولسی مبارزانو یو سترتوغندی لګیدلی چې ویل کیږی په لسګونو سعودی اودهغوی تالی څټی عسکر پکې مړه اوټپیان شوی دی .
داپه داسې حال کې دی چې دتیونس ددینی چارو وزیر عبدالجلیل سالم هم په یولړ څرګندونو کې له ترهه ګرۍ اوسرزورۍ دپراختیا عامل سعودی عربستان بللی او د تیونس دپارلیمان دبهرنیو اړیکو اودآزادیو او حقوقو دکمیشن په غونډې کې ئې په ډاګه ویلی دی ، دعربستان مکتب ترهه ګری اوسرزورۍ تفکر تولیدوی . هغه دسعودی عربستان پرمسئولانو غږ کړی ، خپل هغه سیاست دې چې ترهه ګری اوافراط پالنه پراخوی اصلاح کړی ځکه چې درسته نړۍ پوهیږی چې ترهه ګری اوافراط پالنه دسعودیانو دمکتبونو زیږول شوی بلاګانې دی .