په یمن باندې د سعودی حملې دوام لری
د سعودی تیری ګرې جنګی الوتکې هم هغه شان د یمن استوګن سیمې بیماری کوی
د یمن سبا رسمی خبری اژانس د رپوټ له مخې د سعودی رژیم جنګی الوتکو پرون په څو نوبتونو کښې د صنعا صوبې ځینې سیمې بمباری کړې چې کورونو ته یې درانه تاوانونه ورسول.
سعودی جنګی الوتکو همدارنګ د صعدې صوبې څو ښارونه هم بمباری کړل.
سعودی تیری ګرو د الوازعیه ښار په زراعتی زمکو او مخابراتی مرکز باندې په حملې سره هم دغو ځایونو ته سخت زیانونه ورسول.
له بلې خوا د یمن فوځی او ولسی ځواکونو هم د سعودی عربستان د جنایتونو په ځواب کښې د یمن په شمال کښې په الجوف صوبه کښې د سعودی د تالی څټو په سنګرونو حمله وکړه او سېلان نومې فوځی اډه یې محاصره کړه چې په دغو عملیاتو کښې یوشمېر سعودی تالی څټی هلاک شول. یمنی ځواکونو همدارنګ جیزان اون تعز صوبو کښې هم د سعودی د تالی څټو په سنګرونو توغنده ای حملې وکړې په دغو عملیاتو کښې د سعودی پینځه ځواکونه د یمنی ځواکونو په اسارت کښې راغلل