دمصر او عربستان ترمینځ اختلافات لاپه زیاتیدو دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i31138-دمصر_او_عربستان_ترمینځ_اختلافات_لاپه_زیاتیدو_دی
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دمصر اوعربستان د اختلافاتو لمن دسورئې دبحران په سر او دغه راز دتیلی مرستو د دریدا په باب دهغوی د اصولی اختلافاتو له حده تیر شوی او ویل کیږی چې دغه اختلافات نوره هم په ژورتیا دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 07, 2016 11:30 Asia/Kabul
  •   دمصر او عربستان ترمینځ اختلافات لاپه زیاتیدو دی

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دمصر اوعربستان د اختلافاتو لمن دسورئې دبحران په سر او دغه راز دتیلی مرستو د دریدا په باب دهغوی د اصولی اختلافاتو له حده تیر شوی او ویل کیږی چې دغه اختلافات نوره هم په ژورتیا دی .

 راپورښئ  په حقیقت کې   دمصر سیاست او  او د دغه هیواد وروسیتو  دریځونو   له ریاض سره دقاهرې  اختلافات  لا ژور کړی دی  او  دمصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی   په دې باب دسعودی عربستان  دمشرانو پر پیغامونو سترګې پټوی .

 دمصر حکومت  په همداوروستیو کې  دیوهداسې نوی چورلیز په جوړولو پسې دی چې   د ریاض او قاهرې  ترمینځ تاؤتریخوالی نوره هم زیاتوی .

مصر ته د سورئې  دملی امنیت ددفتر   دمشر  علی المملوک سفر چې له یوې میاشتې ئې هم کمه موده کیږی ،عربی  رسنیو  له ترهه ګرۍ سره    دمبارزې لپاره دملګرتیا په چوکاټ کې   په سورئې کې  پوځی مرکزونو ته  دمصر د جنرالانو   د  ورتلو خبر ورکړی دی

 دغه اقدام چې  په تیرو څو ورځو کې  ئې په رسنیو کې  ګونګوسې آوریدل کیږی ،   د سورئې  دشخړې په باب  له  عربستانه  دمصر د دریځ دلیرې کیدا  نندارې ته وړاندې کړې  او لامل شوی   دمصر اوعربستان   اختلافات  یو ځل بیا رابرسیره شی .