د عراق کربلا ته تراوسه شل میلیون زایرین ورغلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i32614-د_عراق_کربلا_ته_تراوسه_شل_میلیون_زایرین_ورغلی_دی
زمونږ خبریال راپور راکوی د کربلا استاندارۍ اعلان کړی دی چی تراوسه د کربلا سپیڅلی ښار ته شل میلیون زایرین راغلی دی او کربلا د نړۍ د تر ټولو سترې او عظیمې معنوی غونډې شاهد دې ، د څه د پاسه شل میلیونو کسانو شتون چی د لویدیځو او عربی رسندویو له بایکاټ سره مخامخ شوې دې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2016 11:27 Asia/Kabul
  • د عراق کربلا ته تراوسه شل میلیون زایرین ورغلی دی

زمونږ خبریال راپور راکوی د کربلا استاندارۍ اعلان کړی دی چی تراوسه د کربلا سپیڅلی ښار ته شل میلیون زایرین راغلی دی او کربلا د نړۍ د تر ټولو سترې او عظیمې معنوی غونډې شاهد دې ، د څه د پاسه شل میلیونو کسانو شتون چی د لویدیځو او عربی رسندویو له بایکاټ سره مخامخ شوې دې .

د کربلا د ولایتی شورا مشر نصیف جاسم الخطابی ویلی دی چی تراوسه ۲۰ میلیون کسانو ځانونه کربلا ته رسولی دی  چی څه د پاسه درې نیم میلونه هم پکې غیر عراقی زایرین دی .

کربلا ته په ورتلونکیو لارو کې د معنویت ، انسانیت او یو زړه والی بې ساری ننداری تر ستر ګو کیږی ، له هغو ماشومانو نیولی چی زایرینو ته اوبو او خرما ورکوی تر هغو ځوانانو چی ستړی زایرین مالشوی  یا هغه کسان چی زایرینو ته چای او نور خواړه ورکوی و د چا په وس کې چی هر څه دی د زایرینو لپاره ترې دریغ نه کوی .

د کربلای معلی دننه او بهر څه د پاسه ۲۵ زره امنیتی ځواکونه د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین علیه سلام د زایرینو د امنیت لپاره ځای پر ځای شوی دی  .

یوه عراقی مسول  العالم چینل ته ویلی دی د هغو زایرینو شمیر چی د عراق له داخل او نورو هیوادونو د اربعین په دستور کې د ګډون لپاره  کربلا ته راغلی ډیر زیات دی او د زایرینو د امنیت د تامینولو ، ټرانسپورټ  او درملیزو خدماتو ته  ضروری تابیاوې غوره شوی دی .

د امام حسین علیه سلام د اربعین په دستور کې هر کال د تیر کال په نسبت زیات زایرین ګډون کوی .