مېنځنے ختیځ په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۵-۱۰-۰۴
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i36388-مېنځنے_ختیځ_په_تېره_اونۍ_کښې_۱۳۹۵_۱۰_۰۴
مېنځنے ختیځ تېره هفته د یو لړ مهمو پېښو کتونکے ؤ. په بشپړه توګه د حلب له ازادۍ نه وروسته د ترهه ګرو له وجوده د هغۀ په کامله توګه پاکول او په سوریې کښې د مخ په زیاتېدو ناکامیو د پټولو لپاره د ترهه ګرو او د هغوی د ملاتړو فضاء جوړونې له هغو څخه دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 26, 2016 13:22 Asia/Kabul
  • مېنځنے ختیځ په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۵-۱۰-۰۴

مېنځنے ختیځ تېره هفته د یو لړ مهمو پېښو کتونکے ؤ. په بشپړه توګه د حلب له ازادۍ نه وروسته د ترهه ګرو له وجوده د هغۀ په کامله توګه پاکول او په سوریې کښې د مخ په زیاتېدو ناکامیو د پټولو لپاره د ترهه ګرو او د هغوی د ملاتړو فضاء جوړونې له هغو څخه دی.

د لبنان د کابینې تشکیل هم د سیمې په رسنیو کښې پراخه انعکاس لرۀ. په دې زمینه کښې د لبنان د کابینې د نویو وزیرانو د مقاومت په دوام او له ترهه ګرو سره په مقابلې باندې د تاکیداتو ښودنه وکړه چې د لبنان د نوې کابینې تګلاره هم د صهیونېسټ رژیم د ګواښونو په وړاندې د مقاومت او پائېدارۍ دوام ته پاملرنه ده. دا په داسې حال کښې دی چې د تیونسی انجنئیر په وژله کښې د اسرائیلو دهشتګردانه اقداماتو یو ځل بیا پامونه د اسرائیلو د تره ګرۍ سیاستونو ته چې د ځان لپاره د هیڅ حد او پولې قائل نه دی او د لویدیځ لخوا ورته ښکاره او پټ ملاتړونه او حمایتونه حاصل دی اړولی دی. دا په داسې حال کښې دی چې په سیمه کښې د صهیونېسټ رژیم پراختیا غوښتنو او په ترنیواک لاندې سیمو په تېره بیا په بېت المقدس کښې د سلطې د مضبوطولو لپاره یې تحرکاتو پراخه نړیوال غبرګونونه په ځان پسې لرلی دی.

په سیمه ایزو بدلونونو کښې یوه بله مهمه موضوع له داعش سره د مقابلې لپاره د سیمې په هېوادونو کښې د خاصو ولسی ځواکونو مقام دے چې د فواد معصوم لخوا په عراق کښې د  ولسی رضاکارو د قانون په لاسلیکولو سره دغې تګلارې له مخکې نه زیاته حقوقی اړخ موندلے او د دغه ولسی تشکل خاص قانونی مقام او د دغه تشکل لوړو ظرفیتونو ته د سیمې د واکمنانو له مخکې نه د  زیاتې مخه کونې ښودنه کوی.

په حقیقت کښې په عراق او سوریې کښې دفاعی ډګر ته د دغو ځواکونو ننوتلو په سیمه کښې د ترهه ګرو د ناکامۍ چلند لا زیات کړے دے. د داسې چلند نمونه د حلب د ازادولو او هم د موصل د ازادۍ د اوسنیو عملیاتو په دوران کښې په څرګنده توګه لېدل کېدې شی. له بلې خوا په پراخه توګه د وسلو په اخېستلو کښې د فارس خلیج د څنډې د عربو حکومتونو د کارکردګۍ په دلیل په مېنځنی ختیځ کښې د نظامی ګرۍ زیاتوالے د دې سبب شو چې دا موضوع او په اړه یې اندېښنې په تېره هفته کښې هم د عامه افکارو د توجه وړ وګرځی.  د فارس خلیج د سیمې د عربو هېوادونو لخوا د وسلو د اخېستو زیاتوالے په داسې حال کښې چې په دې ورروستیو میاشتو کښې دغه هېوادونه د بودجې له سخت کمښت سره مخامخ وو او دی هم د سیمې د سیاسی ټولنو پام ځانته را اړولے ؤ.

په داسې حال کښې چې سعودی عربستان د څلور کلونو لپاره پرله پسې د بودجې له سخت کمښت سره مخامخ دے خو ال سعود یو ځل بیا د دغه هېواد فوځی بودجه زیاته کړه. سعودی حکومت د دوه زره اولسم کال لپاره د دغه هېواد بودجه یو سل یو نوی میلیارډ سعودی ریالو ته زیاته کړه چې له تېر کال سره په پرتله کښې د 6.7 فیصده زیاتوالی ښودنه کوی. د سعودی فوځی بودجه په داسې حال کښې زیاته شوه چې سعودی حکومت د دوه زره اولسم کال لپاره د دغه هېواد بودجه په تقریبا دوه سوه میلیارډ ریالوکمښت سره تصویب کړې ده.

د مېنځنی ختیځ د بدلونونو په اړه یوه بله مهمه موضوع د بحرېن د اسلامی شخصیتونو، سیاسی او حقوقو فعالانو او خلقو په خلاف د ظالمانه احکامو او ځپنو زیاتېدل وو. د بحرېن د آل خلیفه رژیم د دغه هېواد د خلقو په خلاف د ځپونکو اقداماتو په  دوام کښې د بحرېن د بشری حقوقو د مرکز مشر په پینځلس کاله بند محکوم کړ. د دوه زره شپاړسم کال په دویمه نیمائۍ کښې په بحرېن کښې د بشری حقوقو خلاف ورزی زیاته شوې وه. له دې نه علاوه له احتجاج کوونکو سره تریخجن سلوک او له مشهورو شخصیتونو سره چلند او د هغو تاثیر کول هم زیات شوی دی. دا په داسې حالاتو کښې دی چې په فلسطینی سیمو کښې د صهیونېسټ رژیم د ښارګی جوړونو په غندلو کښې د ملګر  ملتو د امنیت د شورا د پرېکړ لیک صادرېدو یو ځل بیا په نړیوال ډګر کښې د دغه غاصب رژیم له مخکې نه زیاتې ګوښه کېدو ته پامونه اړولی دی. د دغه پرېکړلیک صادرېدو وښودله چې په صهیونېسټ رژیم باندې د نیوکو لمن له مخکې نه زیاته لویدیځو هېوادونو ته چې د دغه رژیم له ملاتړو څخه ګڼل کیږی غزېدلې ده.

خو د سیمې د پېښو د څېړنې په دوام کښې د مېنځنی ختیځ دوو مهمو پېښو یعنې په بشپړه توګه د حلب له پاکولو وروسته د سوریې بدلونونو او همدارنګ د یمن بدلونونو ته چې د ممنوعه وسلو په استعمالولو کښې د آل سعودی د جنایتونو له زیاتېدو څخه  نړیوالو اندېښنو تر تاثیر لاندې وو یوه تحلیلی کتنه لروو.

وړومبې د ترهه ګرو له وجود نه د حلب په کامله توګه په پاکولو پسې چې په حلب کښې له ماتې او د هغه د ازادۍ له اعلانه وروسته د خپلوماتو د پټولو لپاره په هر قیمت د هغه په ځینو برخو کښې د پاتې کېدو په لټه کښې وو څېړنه کوو. په دې چوکاټ کښې د تېرې هفتې په وروستیو کښې د سوریې په شمال کښې حلب ښار له  څلورو کلونو وروسته په بشپړه توګه د ترهه ګرو له وجوده پاک شو. د سوریې په مېدانی حالت، د سیم ایزو قواو په توازن او حتی په نړیوالو سیالیو کښې د حلب د کامیابۍ اهمیت د دې سبب شو چې د سوریې د حکومت مخالفانو د دغې سترې کامیابۍ له رامنځته کېدو څخه د ممانعت لپاره له هیڅ اړمه ډډه ونکړه.

د ډزبندۍ ټینګښت د حلب له ازادۍ د مخه نیولو لپاره د سوریې د حکومت د مخالفانو یوه تګلاره وه. له ډزبندۍ څخه د وسله والو مخالفانو مقصد بشردوستانه مرستې نه دی بلکه په حلب کښې د سوریې د فوځ د کامیابۍ د چلند اودرول دی. امریکه او د هغې لویدیځو او عربو انډیوالانو د دسمبر په  دیارلسمه نېټه د حلب د نهه نوی فیصده برخې د ازادۍ د خبر له اعلانېدو وروسته هم په بشر دوستانه بهانو سره د ډزبندۍ د ټینګښت غوښتونکی شول. دغه مقصدته د رسېدو لپاره یې د رسانه ای جنګ له پالېسۍ هم کار واخېست. له دې امله د سوریې د حکومت مخالفان او ورسره پېېلې رسنې زیات کوششونه کوی چې د خبرونو په جعل کولو او د غېر حقیقی تصویرونو په انځورولو سره عامه افکار په حلب کښې د یوې انسانی غمیزې رامنځته کېدو لوری ته وهڅوی. په داسې حال کښې چې واقعی انسانی غمیزه په فوعه، کفریا او تدمر کښې د ترهه ګرو په لاسو رامنځته شوه خو د دغو رسنیو لخوا د دغو غمیزو په اړه  څه تصویر خپور شوے نه دے.

د ملګرو ملتو د امنیت له شورا څخه د وسیلې په توګه استفاده هم یوه بله پالیسی وه چې د سوریې د  حکومت مخالفانوپه تېره بیا امریکې په حلب کښې له بشپړه ماتې څخه د مخنیوی لپاره وکاروله. په تېرو څو کلونو کښې د سوریې بدلونونو ښودلې ده چې له بشردوستانه چارو سره د سوریې د حکومت د ملګرتیا باوجود ملګری ملتونه په سوریې کښې په خپلو ذمه واریو باندې په صحیح توګه عمل نه کوی. د داسې یوې کارکردګۍ نمونه د هغو سیمو په وړاندې چې د ترهه ګرو تر قبضې لاندې دی د ملګرو ملتو سست او انفعالی چلند ته اشاره کولې شوو چې ملګری ملتونه او د دغه تنظیم نورې ادارې د دغوجنایتونو په وړاندې هیڅ ډول تدابیر او پرېکړلیک نه دے لرلے.

په مجموعی توګه په سوریې او د عراق او لېبیا په شمول په نورو سیمو کښې د ترهه ګرو زیاتېدونکې ناکامۍ ښودنه کوی چې ترهه ګر او د هغوی ملاتړی د خپلو غولونکو تحرکاتو باوجود توان نه لری چې په تېره بیا د سوریې په حلب کښې په خپلو ناکامیو برغولے کیږدی. ترهه ګرې او تکفیری ډلې چې تر څه مخکې وخته پورې د سوریې په شمال کښې د حلب د محاصرې د ماتولو  لپاره د سترې حماسې له اصطلاح څخه استفاده کوله اوس یې  اعتراف کړے دے چې د هغوی لپاره یې ستره ماتې رامنځته کړې ده.

نورالدین زنګی غورځنګ نومې ترهه ګرې ډلګۍ د سوریې د فوځ او د دغه هېواد دملاتړو په لاسو د حلب بشپره ازادی د ترهه ګرو لپاره یوه ستره ماتې وبلله. دغې ترهه ګرې ډلګۍ وویل چې د حلب له لاسه ورکول په جغرافیائی او سیاسی اړخونو کښې یوه ترخه ماتې ګڼل کیږی. احرار الشام نومې ترهه ګرې ډلې هم اعتراف وکړ چې د سوریې د فوځی ځواکونو په لاسو د حلب په ازادېدو سره وسله والو ډلو خپله سیاسی او فوځی انګېزه له  لاسه ورکړې ده.

په مجموعی توګه له دغو دسیسو څخه هیڅ یوه له ترهه ګرو څخه د حلب د بشپړه ازادېدو خنډ نه شوه او په دا ډول په حلب کښې د سوریې د فوځ او انډیوالانو کامیابی یې حتمی شوه او دغه سیمه په  کامله توګه د ترهه ګرو له وجوده پاکه شوه.

تېره هفته په سعودی باندې د بشری حقوقو نیوکې یو ځل بیا زیاتې شوې. یو لړ نیوی اسناد خپارۀ شول چې ښودنه کوی چې سعودی عربستان د یمن په خلاف جنګ کښې د لویدیځو هېوادونو له جوړ کړې شویو غونچه ایز  بمونو څخه استفاده کړې ده.

د سیمې د بدلونونو په اړه یوه مهمه موضوع د منعې کړې شویو وسلو په تېره بیا د غونچه ایزو بمونو په  ذریعې سره د  یمن د مختلفود سیمو د بمبارولو له لاې په دغه هېواد باندې د سعودی د جنایتونو له زیاتېدو سره اړوند ده چې د اندېښنو یوه څپه یې رامنځته کړې ده.

ملګرو ملتو د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ په یمن کښې د سعودی لخوا د غونچه ایزو بمونو د استعمالولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل چې ملګری متلونه د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزی کونکو هېوادونو د لېسټ په اړه د دغه نړیوالې ادارې په کلنی رپوټ کښې څېړنه کوی. سعودی عربستان په داسې حال کښې د یمن د عامه خلقو په خلاف له غونچه ایزو بمونو استفاده وکړه چې د دوه زره اتم کال د غونچه ایزو وسلو د کنونشن په بیناد غونچه ایز بمونه ممنوع دی.

عمومی ټولنو په ځلونو په سیمه کښې د یو ماجرا لټوونکی او پراختیا غوښتونکی رژیم په توګه په سعودی باندې په دوامداره توګه د یرغلیزو وسلو د خرڅولو د زیان لرونکو او بې ثباته کوونکو عواقبو په باره کښې خبردارے ورکړے دے. امریکه په داسې حال کښې  د فارس خلیچ د څنډې به هېوادونو باندې د وسلو پراخه خرڅون په خپله اېجنډا کښې لری چې دغو وسلو د سیمې ثبات او امنیت هدف ګرځولے دے. په لویدیځو وسلو باندې د سعودی سبنالښت په داسې حال کښې دے چې د دغه هېواد اقدامات د اېشیا په لویدیځه سیمه کښې له سولې او امنیت سره په تضاد کښې دی او ټول شواهد او قرائن په وسلو سره د تکفیری ډلو په سنبالولو کښې د سعودی د څرګند او پټ رول ښودنه کوی چې د هغوی سرچینه سعودی عربستان او د سعودی مشرانو وهابی تعلیمات دی. په یمن باندې د سعودی تیری ګرو د حملو په دوران کښې له لویدیځو په تېره بیا له امریکائی وسلو څخه د استفادې  نتیجه د ښځو او ماشومانو په شمول د زرګونو بې ګناه یمنیانو وژل کېدل دی.

د نړیوالو بحرانونو په هواری کښې د ملګرو ملتو کمزورې کارکردګۍ ته په پام سره دا خبره له ذهنه لرې نه وه چې د نړۍ د سولې او امنیت دغه ساتونکې اداره د خپلو دندو په ترسره کولو کښې په ځاے د دې چې د یمن د خلقو پلویتوب وکړی د سعودی لابۍ تر تاثیر لاندې دریځ بدل کړی او د آل سعود له تیرګریو او جنایتونو سره ملګرتیا وښئی. نو په داسې یوه فضاء کښې وو  چې د ملګرو ملتو مشر بان کی مون له دې وروسته چې وې ویل په یمن کښې د سعودی ترمشرۍ لاندې فوځی ائتلاف د ماشومانو د وژلې د عاملانو په تور لېسټ کښې ګرځېدلے دے په یو پوښتنه رابرڅېره کوونکی اقدام کښې

په یوې څرګندې تاوېدنې سره  د لا زیاتې څېړنې په بهانه د سعودی نوم د یمنی ماشومانو د قتل عام د عاملانو له لېسټه وېستے دے.

په یمن کښې د سعودی تیری ګر رژیم او د هغه د تالی څټو لخوا د یمن د خلقو د ډله ایز قتل عام په وړاندې د ملګرو ملتو په شاتګ یوه خطرناکه چاره ګڼلې کیږی چې د ملګرو ملتو د ماموریتونو او اهدافو په خلاف چاره ده او دغه اداره یې په یمن باندې د سعودی په تیری ګرۍ کښې په یوې شریکې بدله کړې ده. 

هغه څه چې په دې مېنځومان کښې په یمن کښې د ال سعود د جنایتونو دوام یې په  ځان پسې لرلے دے د سعودی په وړاندې د ملګرو ملتو د چارواکو بې غوری وه او ده. په دې چوکاټ کښې څه موده مخکې د ملګرو ملتو مشر د ماشومانو د حقوقو د خلاف رزی کوونکو له لېسټه د سعودی د وېستلو په اړه په سعودی کښې د هغه د جنایتونو په دوام او د سعودی په سپین سترګی توبونو کښې رول لرلے دے.

د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزی کوونکو په  اړه د ملګرو ملتو د مشر په  کلنی رپوټ کښې د سعودی د نوم په بیا درج کولو باندې د ملګرو ملتو د مشر د ویاند د مرستیال تاکید د یو شنډ او بې اثره اقدام په څېر دے چې د زرګونو یمنی ماشومانو له وژل کېدو او ژوبلېدو وروسته ورته د ملګرو ملتو چارواکو پاملرنه کړې ده. دا په داسې حال کښې دی چې د ماشومانو د حقوقو د اصلی خلاف ورزی کوونکو یعنې صهیونېسټ رژیم او سعودی په وړاندې د ملګرو ملتو متزلزله کارکردګی هیڅ ضمانت نه ورکوی چې سعودی دې بیا په دغه لېسټ کښې راشی او په دغه لېسټ  کښې د بیا راتللو په صورت کښې د تېلی ډالرو او د لویدیځ د ملاتړونو په  برکت له دغه لېسټه ونه وېستې شی.

------