دشیخ نمرباقرالنمربې ګناه وینه به داستبداد ماڼۍ ونړوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i37222-دشیخ_نمرباقرالنمربې_ګناه_وینه_به_داستبداد_ماڼۍ_ونړوی
دلبنان العهد خبری سایټ راپورورکړی دلبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ دعمومی منشی مرستیال شیخ نعیم قاسم په بیروت کې د عربستان دمبارز روحانی شیخ نمر باقر النمر دشهادت دکلیزې په دستورو کې وویل و دشهید شیخ نمر وینه به د استکبار اواستبداد مانۍ و نړوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 04, 2017 02:17 Asia/Kabul
  • دشیخ نمرباقرالنمربې ګناه وینه به  داستبداد ماڼۍ ونړوی

دلبنان العهد خبری سایټ راپورورکړی دلبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ دعمومی منشی مرستیال شیخ نعیم قاسم په بیروت کې د عربستان دمبارز روحانی شیخ نمر باقر النمر دشهادت دکلیزې په دستورو کې وویل و دشهید شیخ نمر وینه به د استکبار اواستبداد مانۍ و نړوی .

شیخ نعیم قاسم  ددې خبرې په کولو سره چې  شیخ نمر   هیڅ ډول  ظلم اوستم ته غاړه  نه کیښوده ،ټینګار وکړ ؛ شیخ نمر  پخپل شهادت سره  بریالی شوی  اوال سعود رژیم  دهغه په شهیدولو سره  دځان لپاره ستره اوبې شرمه ماته  راپنځولې ده.

  هغه  په نړۍ کې دوهابیّت اوسلفیّت  دتفکر دپراخولو لپاره  دسعودی عربستان سپیرو اقداماتو ته په اشارې سره  روښآنه کړې ، داسلام دښمنانو  په امریکا اواروپا کې   ۸۴میلیارډ ډالری پانګونې کړی دی څو  خلکو ته  یو منحرف اسلام  وښئ ،خو  پخپلې دسیسې کې ئې   ماته خوړلی اوناکام شوی دی .

 دلبنان دحزب ا...ولسی غورځنګ دغه لوړپوړی  مسئول مقام  د ترهه ګرۍ  خورونکو     اقداماتو په نتیجو کې دښکلیلیدو په باب  سعودی عربستان ته په خبرداری ورکولو سره  وویل ، سعودی عربستان  به بلاخره   له تکفیری ترهه ګروڅخه  دخپلو ملاتړونو درنده بیّه ورکړی  او د هغو ترهه ګرو له شر او ورانکاریو به چې  پخپله ئې روزلی دی ، په  آمان کې پاتې نشی .  هغه ددې خبرې په کولو سره چې سعودی عربستان  څه دپاسه دوه کاله کیږی چې  په لبنان کې  دولسمشرۍ دانتخاباتو خنډ شوی ؤ ټینګار وکړ   لبنان ته  به ثبات  ترهغه وخته ونه ګرځی  چې  سعودی عربستان  دبیروت په چارو کې ګوتې وهی .