په امریکا کې هم دصهونیسټی شیانو په وارداتو سخت اعتراضونه کیږی
هغو ډیرو زیاتو غیر قانونی ښارګوټو له شتون سره سره چې دفلسطین په لودیځی غاړې کې له ۱۹۹۵کاله راپه دې خوا جوړ شوی دی ، دامریکا قوانین وائی ، په صهونیسټی ْښارګوټو کې تولید شوی محصولات باید په ځانګړو جوړو شویو لیبلونو اونښو سره دفلسطین په لودیځی غاړې ، غزې تړانګې ، دغزې شاوخوا سیمو اونورو سیمو کې هروخت موجود وی
زمونږخبریال راپورارکړ دامریکا دخزانې وزارت راپورورکړی هرکال دامریکا دپولو دساتنې او کسټم اداره هرکال له درستې نړۍ دشیانو دوارداتو په باب له اتو سوو تر زرو پورې شکایتونه ترلاسه کوی . په همداوروستیو کې هم دغه اورګان تائید کړې ده چې دصهونیسټ رژیم دتولیدی محصولاتو په باب شکایتونه په اوڅاره توګه ډیر زیات شوی دی ، په دې توګه چې په دغو شکایتونو کې ویل شوی دی ، دصهونیسټ رژیم تولیدی محصولات دمحصولاتو دجوړ یدونکو دقیقو ځایونو په نسبت په بیلابیلو لیبلونو سره واردیږی .
د دغه راپور په اساس له دې سره سره ، دامریکا دسرحد دساتونکی اوکسټم دغه اورګان د دغو قوانینو دخلاف ورزیو په ضد پخپلو رټونکو اقداماتو کې له خپلې خوا له غبرګونه تر دې دمه ډډه کړې ده .
هغو ډیرو زیاتو غیر قانونی ښارګوټو له شتون سره سره چې دفلسطین په لودیځی غاړې کې له ۱۹۹۵کاله راپه دې خوا جوړ شوی دی ، دامریکا قوانین وائی ، په صهونیسټی ْښارګوټو کې تولید شوی محصولات باید په ځانګړو جوړو شویو لیبلونو اونښو سره دفلسطین په لودیځی غاړې ، غزې تړانګې ، دغزې شاوخوا سیمو اونورو سیمو کې هروخت موجود وی . له دې سره سره ، صهونیسټی شیان چې ، د : اسرائیلو ، اسرائیلو جوړ شوی ،نیواکی ټاټوبی ، اسرائیل او یا دې ته په ورته نامو سره په لیبلونو سره امریکا ته واردیږی . په ۲۰۱۵کال کې اروپائی اتحادئې تصویب کړې چې په اساس ئې له ۱۹۶۷کال څځه وروسته دنیواکی ټاټوبو ټول تولیدی محصولات باید په مخصوص لیبل سره وی څو په نتیجې کې ئې ،اخستونکی ددغو محصولاتو له سموالی ښه خبر شی او داسرائیلی شیانو داخستل بایئکات کړی .