یمنیانو د عربستان شل تیری ګر ځواکونه هلاک کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i37609-یمنیانو_د_عربستان_شل_تیری_ګر_ځواکونه_هلاک_کړل
د یمن امنیتی سرچینو ویلی دی د یمن پوځ د عربستان د جنوب د نجران ولایت په الخضرا لاره کې د عربستانی عسکرو د راغوندیدا په ځای حمله وکړه چی له امله یې ۲۰ سعودی تیری ګر هلاک او اتلس هم ژوبل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2017 02:15 Asia/Kabul
  • یمنیانو د عربستان شل تیری ګر ځواکونه هلاک کړل

د یمن امنیتی سرچینو ویلی دی د یمن پوځ د عربستان د جنوب د نجران ولایت په الخضرا لاره کې د عربستانی عسکرو د راغوندیدا په ځای حمله وکړه چی له امله یې ۲۰ سعودی تیری ګر هلاک او اتلس هم ژوبل شول .

د المسیره خبری چینل له راپور سره سم د یمن د ولسی کمیټیو او پوځ د توپونو یونټ وړمه ورځ هم په همدې سیمې ډزې کړی وی چی له امله یې یو شمیر سعودی تیری ګر هلاک شوی او ژوبل شوی وو .

یمن په مینځنی ختیځ کې په عربو هیوادونو کې تر ټولو بې وزله هیواد دې او کابو دوه کاله کیږی چی د سعودی رژیم لخوا له تیری سره مخامخ دې .

د عربستان په دغه تیری کې تراوسه څه د پاسه یولس زره یمینان وژل شوی او په لسګونو زره هم ژوبل شوی دی چی پکې ګڼ شمیر ښځې او ماشومان هم شامل دی .

ډیر کارپیژاندی په دې باور دی چی عربستان د یمن په جبۍ کې ښکیل شوی دی .