د درې بحرینی ځوانانوپه پانسۍ احتجاجونه دوام لری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i38491-د_درې_بحرینی_ځوانانوپه_پانسۍ_احتجاجونه_دوام_لری
د آل خلیفه رژیم د درې مخالفو فعالانو له پانسۍ وروسته د بحرېن په مختلفو سیمو کښې د دغه هېواد خلقو احتجاجی مظاهرې وکړې چې د دغه رژیم د ځواکونواو مظاهرچیانوترمېنځ د نښتوسبب شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 17, 2017 08:05 Asia/Kabul
  • د درې بحرینی ځوانانوپه پانسۍ احتجاجونه دوام لری

د آل خلیفه رژیم د درې مخالفو فعالانو له پانسۍ وروسته د بحرېن په مختلفو سیمو کښې د دغه هېواد خلقو احتجاجی مظاهرې وکړې چې د دغه رژیم د ځواکونواو مظاهرچیانوترمېنځ د نښتوسبب شوې.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې بحرینی احتجاج کوونکو پرون په دغه ټول هېواد کښې د مظاهرو په کولو او د آل خلیفه رژیم په خلاف په شعارونو ورکولوسره د بحرین باچا حمد بن عیسی آل خلیفه د دغه هېواد د ناقراریو ذمه وار وبلۀ.

د بحرېن امنیتی ځواکونو د چریزو ګولیو او اوښکې بیوونکو ګېسونو په ویشتو سره د درې مخالفو فعالانو په پانسۍ باندې احتجاج کوونکی مظاهرچیان وځپل چې له کبله یې په لسګونومظاهرچیان ژوبل شول.

د دغه هېواد د حکومت یو شمېر مخالفو ګوندونو د بحرېن د شهیدانو د وینې په انتقام باندې په تاکید سره امریکه او برطانیه هېوادونه د بحرینی ملت د فرزندانو د شهیدولو ذمه وار وبلل او په راتلونکو نزدیووختونو کښې د آل خلیفه  رژیم له نابودۍ څخه یې د اطمینان څرګندونه وکړه.