د عربستان په جدې کښې ډزې وشوې
Jan 21, 2017 09:42 Asia/Kabul
یوې خبرې سرچینې په لویدیځی عربستان کښې د جدې د ختیځ په الحرازات سیمه کښې د دغو ډزو خبر ورکړ.
د سکایی نیوز د راپور په اساس، د عربستان امنیتی ځواکونو د جدې په جنوب په حی الحرازات کښې په یوې ودانۍ کښې د عربستان د یوې ډلې وسله وال تیریګر محاصره کړل.
همداراز په هغه فیلم کښې چې له دغې پیښې خپور شوئ دی، یوه چاودنه هم تر سترګو کیږی.
دا په داسې حال کښې دی چې په تیر جولایی کښې هم یوه ناپیژندل شوی کس له ځان سره چاودیدونکی مواد په جدې کښې د امریکا له کنسولګرۍ سره وچاودوه.
دغه چاودنه چې پکښې بم لرونکئ مړ او دوه سعودی ماموران هم ټپیان شول، د امریکا له کنسولګرۍ شل میټره لیری وشوه.
ټیګونه