په لبنان کښې ځان وژونکي عمليات شنډ کړې شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i39049-په_لبنان_کښې_ځان_وژونکي_عمليات_شنډ_کړې_شول
د لبنان په پائېتخت بيروت کښې بېګا يو لړ ځان وژونکي عمليات له دې نه څو شېبې مخکې د ځان وژونکے عنصر خپل چاودېدونکے جاکټ وچاوي د هغه په نيولو سره شنډ کړې شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2017 04:17 Asia/Kabul
  • په لبنان کښې ځان وژونکي عمليات شنډ کړې شول

د لبنان په پائېتخت بيروت کښې بېګا يو لړ ځان وژونکي عمليات له دې نه څو شېبې مخکې د ځان وژونکے عنصر خپل چاودېدونکے جاکټ وچاوي د هغه په نيولو سره شنډ کړې شول.

د اېرنا خبري اژانس د رپوټ له مخې د لبنان ملي خبري اژانس وويل، ځان وژونکے کس په داسې حال کښې چې چاودېدونکے جاکټ يې اغوستے ؤ په بيروت کښې الکوستا قهوه خانېته ننوتۀ چې ځان وچوي.

د رپوټ له مخې ځان وژونکي کس کله چې د لبنان امنيتي ځواکونو غوښتل هغه ونيسي په ډزو سره يې هغه زخمي کړ او له نيولو وروسته روغتون ته يوړه چې هلته کښې ساتل کيږي.

د لبنان د ملي خبري اژانس د رپوټ له مخې ځان وژونکے کس اتلس کلن فسلطيني اعلان شوے خو د المنار په شمول نورو رسنيو د هغه د شناختي کارډ په حوالې سره هغه څلوريشت کلن لبناني معرفي کړے دے.

د شناختي له مخې د دغه ځان وژونکي نوم عمر حسن العاصي اعلان شوے چې د لبنان په صېدا ښار کښې زېږېدلے دے.