د یمنی ځواکونوپه حملو کښې یو شمېر سعودی ځواکونه هلاک شول
د یمن فوځی چارواکو په مختلفوحملو کښې د سعودی د یو شمېر تالی څټو ځواکونو د هلاکت خبر ورکړ
یمن سبا خبری اژانس د رپوټ له مخې د سعودی د نجران په السدیس فوځی مرکز باندې د یمن د فوځی او ولسی ځواکونو د توپونو په حمله کښې دوه سعودی ځواکونه ووژل شول او یو شمېر هم ژوبل شول.
د یمن فوځی او ولسی ځواکونو همدارنګ د نجران په لیالین فوځی کېمپ باندې توغنده ای حمله وکړه چې د مال او سر تاوانونو په اړه لا رپوټ نه دےخپور شوے.
په یو بل رپوټ کښې راغلی دی چې د یمن فوځ د البېضا صوبې په رداع او القرېشیه کښې د سعودی تالی څټو ځواکونو په سنګرونو باندې په حملې سره له هغوی څخه یو شمېر ځواکونه په هلاکت ورسول.
د یمن فوځی او ولسی ځواکونوهمدارنګ د الجوف صوبې د سداح په ختیځ کښې د سعودی ځواکونو مورچې د خپلو حملو هدف وګرځولې چې په نتیجه کښې یې د سعودی رژیم یو شمېر ځواکونه هلاک شول.
د یمن فوځی او ولسی ځواکونو دغه حملې په یمن کښې د سعودی د فوځی مداخلتونواو د بې ګناه خلقو د وحشیانه قتل عام په ځواب کښې کیږی.
د سعودی جنګی الوتکو له پرون سهاره تر ننه پورې د یمن په تعز صوبه کښې پنځوس ځل بمبارۍ وکړې.