بلاخره دعربستان ریاض هم دیمن والو دتوغندیو په نښه شو
العالم ټيلیویژني چینل راپور ورکړ سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کې المزاحمیه سیمې کې په یوه پوځي مرکز د یمن د پوځ اومبارز ولسی ځواک بالسټیک توغندی لګیدلی چې ویل کیږي ستر تاوانونه ئې هم اړولي دي .
راپورښئ دسعودي عربستان ښاریزو هم په ټویټر پاڼو کې په دغه مرکز کې ستره چاودنه تائيد کړې ده .
دیمن دپوځ او ولسی مبارز ځواک توغندوي یونټ په یوې اعلامیې کې ویلی دي ، دغه توغندی ، په یمن کې دسعودي عربستان د تیریګر رژيم دجنایتونو اوتیریو د دوام په غبرګون کې ویشتل شوی دی او له وروسته ګوزار به له دې هم سخت وي .
په دغې اعلامیې کې همداراز دیمن دمظلو م ولس دفاع د دغه هیواد د پوځ او ولسی مبارز ځواک روا حق بلل شوی او ویل شوي دي ، په یمن کې د آل سعود رژيم جنایتونه د دغه رژيم د ځينو لوديځي او عربی هیوادونو په ملګرتیا اوملاتړ سره کیږي چې هر یو به ئې پخپل وار تاوانونه ورکړي .