دعراق دموصل په لودیځ کې یوشمیر حکومتي ودانۍ آزادې کړې .
ایرناخبری اژانس راپورورکړ دعراق دپوځ دموصل دلودیځ پر فضا د پوځي چورلکو له الوتونو سره په یو وخت دکورنیو چارو د بیړني ځواک او پولیسو دموصل له هوائي ډګر، الغزلاني مرکز او الجوسق سترې هستوګنې سیمې څخه په تیریدو سره دښار دمرکز په لور دپرمختګ په حال کې دي .
د دغه راپور په اساس ، دعراق دپولیسو قوماندان شاکر جودت ویلی دي ، د نینوا ولایت دمرکز موصل ښار په لوديځي برخې کې ئې الجوسق او الطیران او دغه راز الغزلاني سیمې آزادې کړي دي .
هغه همداراز په دغو عملیاتو کې د ۹۶داعشي تکفیریانو هلاکت خبر هم ورکړی دی .
همداراز العالم ټيلیویژني چینل راپور ورکړی دعراق دپوځ دعملیاتو ګډې قوماندې ویلی دي ، داعشي ترهه ګرو په صلاح الدین ولایت کې پر سامرا ښار ستره حمله کړې چې دغه حمله دپوځ او ولسی مبارز ځواک په مقاومت سره ناکامه شوې او دهغوي د لس ځان مرګو کسانو پشمول ئې پنځلس ترهه ګرهلاک کړي او دهغوي په سترووسلو سنبال په لسګونو ګاډي ئې هم تباه کړي دي . چې په هغو کې دداعشیانو ځیني کمانډران هم ترسترګو شوي دي .
راپورښئ دعراق دپوځ جنګي الوتکو دعراق په القایم سیمې په بمبارۍ کې پنځلس نور ترهه ګر هم هلاک کړي دي .
یو بل خبر دا چې دعراق د الحشد لاشعبی ولسی مبارز ځواک د توپونو یونټ هم نن سهار وختي دتلعفر دپولیسو له مرکز سره نزدې دترهه ګرو پر مورچلو په دوو جلاجلا حملو سره لږ تر لږه اته څلویښت ترهه ګر هلاک او ټپیان کړي دي .