دسعودي عربستان پاچا دلبنان سفر لغوه کړ .
دلبنان النهار انټرنیتي سایټ راپورو رکړی دسعودي عربستان پاچا دحزب ا... ولسی مبارز غورځنګ په وړاندې دلبنان دولسمشر میشل عون د وروستیو دریځونو په علت بیروت ته خپل سفر لغوه کړی دی .
راپورښئ دلبنان له حکومت سره دسعودي رژيم د مرستو په چوکاټ او دغه راز د عربی او نورو نړیوالو هیوادونو پّ وړاندې خپلو ژمنو ته وفادارۍ ته د دغه هیواد د هڅولو په چوکاټ کې دسعودی پاچا ملک سلمان ټاکل شوې وه چې په روانې میاشت کې لبنان ته سفر وکړي .
ټاکل شوې وه ، ملک سلمان په دغه سفر کې دلبنان له حکومته اوڅاره اقتصادي ملاتړونه وکړي ، خو د لبنان دحزب ا...غورځنګ په باب دلبنان دولسمشر میشل کړچار دغه موضوع له ستونزې سره مخ کړې ده .
سعودي عربستان باوري دی میشل عون دحزب ا... ولسی غورځنګ وسلو ته یو ډول رواوالی ورکړی دی ، ځکه چې هغه دحزب ا.... وسلې دلبنان دپوځ لپاره بشپړونکي وسلې بللي او دهغو شتون ئې اړین بللی دی .
دلبنان ولسمشر په همداوروستیو کې له سی بی سی ټيلویژني چینل او دمصر الاهرام ورځپاڼې سره په خبرو کې په ډاګه د لبنان له پوځ سره د اسلامی مقاومت دملګرتیاد دوام ، دحزب ا... د وسلو ضرورت له تفکیری ترهه ګرۍ سره دجنګ لپاره په سورئې کې دحزب ا... غورځنګ شتون او د سورئې له حکومت سره خبرې او د دغه هیواد دبحران دسیاسی حل بشپړ ملاتړ کړی دی .