دعراق لومړي وزیر دموصل آزادو شویو سیمو ته لاړ .
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i42428-دعراق_لومړي_وزیر_دموصل_آزادو_شویو_سیمو_ته_لاړ_.
زمونږخبریال راپورراکړ دعراق لومړی وزیر حیدرالعبادي موصل ته له تلو وروسته دقوماندانانو په ټول کې په موصل کې په عملیاتو کې د عامو خلکو دژوند دساتنې اهمیّت ته په اشارې سره وویل،د داعش تکفیریانو له نیواکه د موصل دحکومتي ودانیو او د ولایت د مرکزی ودانۍ آزادول په دغو عملیاتو کې ستر بدلون دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 07, 2017 11:56 Asia/Kabul
  •   دعراق لومړي وزیر دموصل آزادو شویو سیمو ته  لاړ .

زمونږخبریال راپورراکړ دعراق لومړی وزیر حیدرالعبادي موصل ته له تلو وروسته دقوماندانانو په ټول کې په موصل کې په عملیاتو کې د عامو خلکو دژوند دساتنې اهمیّت ته په اشارې سره وویل،د داعش تکفیریانو له نیواکه د موصل دحکومتي ودانیو او د ولایت د مرکزی ودانۍ آزادول په دغو عملیاتو کې ستر بدلون دی .

دعراق پوځ  او ولسی مبارز ځواک  نن سهار   دموصل  میوزیم ، مرکزي بانک ،  الدندان ونبی الشیت  سیمې ، دموصل د ولایت مرکزي ودانۍ  ، حکومتي   کمپلیکس او نوره مهمې ودانۍ  او دغه راز  د د دغه هیواد  دنینوا  دعملیاتو  دقوماندې مرکز  په بشپړ ډول  له  داعشی تکفیریانو  پاکې کړي دي .

 په عین حال کې   دعراق ولسی مبارز ځواک  دموصل په   جنوب لودیځي برخو کې  په صحرای الحضر په حملې سره   لس داعشی ترهه ګر هلاک  کړي او  دهغوي  له چاودیدونکو توکو ډک درې  ګاډي ئې هم تباه کړي دي .

همداراز االعالم ټيلیويژنی  چینل هم راپور ورکړی    دعراق ګډ ځواک   دموصل ښار په لودیځ کې  باب الکش  سیمه  هم آزاده کړې ده .