په یمن کښې د «عاصف 1» نومې توغندی مخکتنه وشوه
د یمن د دفاع وزارت د دغه هېواد لخوا د جوړ کړې شوی «عاصف 1» نومې نوی او لنډ ویشتونکی توغندی مخکتنه وکړه
د المسیره خبری سائیټ به نقل سره اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې د یمن له وزارت سره وابسته فوځی صنعتی یونټ پرون د دې خبر په اعلانولو سره د دغه توغندی مخکتنه له سعودی –امریکائی تیری سره د مقابلې په لړ کښې وبلله.
دغه مرکز همدارنګ وویل د عاصف یو نومې درې توغندی د سعودی په نجران کښې د دغه رژیم د تیری ګرو په اډه باندې په توغولو سره په عملی توګه دغه ډول توغندے د جنګ ډګر ته داخل کړے شوی دی.
د یمن د دفاع له وزارت سره وابسته فوځی صنعتی یونټ تېره میاشت هم د «قاصف 1» ،«هدهد 1» ،«راصد» او «رقیب» په نومنونو د ډرون الوتکو مخکتنه کړې وه.
واحد صنایع نظامی وابسته به وزارت دفاع یمن، ماه گذشته نیز مجموعه ای از پهپادها شامل: را رونمایی کرده بود.
د سعودی رژیم لخوا د یمن د هر اړخیزې محاصرې باوجود د دغه هېواد د فوځی او ولسی ځواکونو دفاعی قوت ورځ په ورځ په ورځ په زیاتېدو دے.
سعودی عربستان د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې دامریکا،انګلستان اواسرائیلو په ملاتړ او اجازې سره دیمن دخلکو پرضد جنګ او حملو ته دوام ورکړی دی چې له کبله یې په زرګونو بې ګناه خلک وژل شوی دی .