د يمن مستعفي او فراري ولسمشر په اعدام محکوم شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i43702-د_يمن_مستعفي_او_فراري_ولسمشر_په_اعدام_محکوم_شو
د يمن کيفري محکمې پرون ماښام د يمن مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه هادي منصور او د هغه د حکومت شپږ تنه نور چارواکي په اعدام محکوم کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 26, 2017 18:17 Asia/Kabul
  • د يمن مستعفي او فراري ولسمشر په اعدام محکوم شو

د يمن کيفري محکمې پرون ماښام د يمن مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه هادي منصور او د هغه د حکومت شپږ تنه نور چارواکي په اعدام محکوم کړل.

د يمن د المسيره چېنل د رپوټ له مخې له هادي نه علاوه عوض بن مبارک، رياض ياسين، عبدالوهاب الانسی، سلطان العتوانی، عبدالعز يز جباری او علی حسن الأحمدی په اعدام محکوم شوي دي.

د يمن مستعفي ولسمشر منصور هادي او ذکر شوي کسان له هېواد سره په خيانت او په يمن باندې د بهرني تيري د سبب جوړېدو په تور په اعدام محکوم شول.

سعودی عرب  د امر يکې، لو يد يځو هېوادونو او د ر ياض د عربو انډیوالو هېوادونو په ملاتړ سره د 2015 کال له مارچ څخه د يمن د مستعفی او فراری ولسمشر عبد ربه منصور هادی اقتدار ته د ستنولو په بهانه په يمن باندې د فوځی تيری او د دغه هېواد د زمکنۍ، سمندری او هوائی محاصرې اقدام کړے دے.

دغه فوځی تيری تر اوسه د يولسو زرو يمنيانو له وژل کېدو په لسګونو زرو زخمی کېدو، د ميلينونو يمنيانو له مهاجرېدو او د دغه هېواد د مراکزو او ودانيو له و يجاړېدو نه بغېر څه نتيجه نه ده لرلې.

د سعودی فوځی تیری همدارنګ د یمن فقیر هېواد د خوراکی او درملیزو مواد له سخت کمښت سره مخامخ کړے او د ګڼ شمېر بیماریو د خورېدو سبب شوے دے.