ترکیه دې په عراق کښې له لاسوهنې لاس واخلي
د عراق د وزیراعظم دفتر د خپل هیواد د ولسي ځواک خلاف د ترکیې د ولسمشر د وړمې ورځې د بې بنیاده څرګندونو په غبرګون کښې د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره د عراق په کورنیو چارو کښې د انقرې د لاسوهنې نه کولو غوښتنه وکړه.
فارس خبري آژانس خبر ورکړی چې د حیدر العبادي دفتر په دغه بیانیه کښې څرګنده کړه: الحشد الشعبي ځواکونو د عراق د سیمو په ازادولو کښې د حکومتي ځواکونو ترڅنګ شتون لرلی دی او مهمې بریاوې یې ترلاسه کړې دي.
د عراق د وزیراعظمۍ دفتر پر دې ټکي په ټینګار سره چې عراق خپل ملي حاکمیت لري او د دې هیواد د اساسي قانون له مخې الحشد الشعبي ځواک د عراقي ځواکونو یوه برخه ده، څرګنده کړه: الحشد الشعبي له عراق او عراقیانو سره وفادار دی او د بل هیڅ کوم هیواد تابع نه دی.
په دغه بیانیه کښې همداشان د عراق له ګاونډي هیوادونو غوښتنه شوې چې د دغه هیواد په کورنیو چارو کښې له لاسوهنې ډډه وکړي او له ترهګرۍ سره په مقابله کښې چې د سیمې او نړۍ لپاره یو ګواښ دی، د عراق مرسته وکړي.
یاده دې وي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وړمه ورځ د ترهګرو د ملاتړ په لړ کښې د عراق ولسي مبارز ځواک (الحشد الشعبي) یوه ترهګره ډله بللې وه.
د عراق خارجه وزارت هم د ترک ولسمشر د دې څرګندونو په اعتراض کښې په بغداد کښې د ترکیې سفیر وروغوښته او خپل اعتراض یې ورته اعلان کړ.