صهیونیسټ رژيم یوځل بیا پر سوریې هوايي برید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i45830-صهیونیسټ_رژيم_یوځل_بیا_پر_سوریې_هوايي_برید_وکړ
د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو د سوریې په سویل کښې د دغه هیواد د پوځ سنګرونه په نښه کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2017 07:36 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژيم یوځل بیا پر سوریې هوايي برید وکړ

د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو د سوریې په سویل کښې د دغه هیواد د پوځ سنګرونه په نښه کړل.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو نن د سوریې د سویل په ریف قنیطره کښې د دغه هیواد د پوځ په نبع الفوار نومې پوځي اډې حمله وکړه.

المیادین خبري چینل خبر ورکړی چې په دغه هیوايي برید کښې درې تنه وژل شوي او دوه نور زخمي شوي دي.

صهیونیسټي رژیم د سوریې د کړکیچ له پيلیدو سره هم مهاله د ترهګرو د ملاتړ په لړ کښې په نیواکي جولان او قنیطره کښې د سوریې د پوځ اډې په ځلونو په نښه کړې دي.

د سوریې د ولسمشر بشارالاسد په وینا، د دغه هیواد په کړکیچ کښې د صهیونیسټي رژيم پوځ په تیره بیا د دغه رژيم هوايي ځواک، د ترهګرو د هوايي ځواک رول لوبوي.