د امریکې د پوځ لوې درستیز نیواکي فلسطین ته لاړ
May 09, 2017 11:23 Asia/Kabul
دا د ۲۰۱۵ کال له اکتوبر میاشتې نه نیواکي فلسطین ته د ډینفرډ دریم سفر دی.
د امریکې د پوځ لوې درستیز د سوریې په هکله د صهیونیسټ رژیم له سیاسي او پوځي چارواکو سره د خبرواترو لپاره نیواکي فلسطین ته تللی دی.
د ایرنا د خبر له مخې د صهیونیسټي رژيم پوځ نن په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د امریکې د پوځ لوې درستیز جنرال جوزف ډینفرډ د صهیونیسټي رژیم له وزیراعظم بنیامین نتانیاهو، د دغه رژيم د جنګ له وزیر اویګډر لیبرمین، د صهیونیسټ پوځ له لوې درستیز ګادي ایزنکوټ او ځینو نورو پوځي قومندانانو سره ګوري.
دا د ۲۰۱۵ کال له اکتوبر میاشتې نه نیواکي فلسطین ته د ډینفرډ دریم سفر دی.
ټیګونه