ملګري ملتونه په موصل کښې د کډوالو زیاتیدو اندیښمن کړي دي
May 09, 2017 12:00 Asia/Kabul
ملګرو ملتو د عراق په موصل ښار کښې د کډوالو د شمیر له زیاتیدو اندیښنه وښودله.
د ایرنا د خبر له مخې د ملګرو ملتو د سرمنشي ویاند سټیفن دوژاریک پرون وویل: کوم کسان چې د موصل په لویدیځ کښې د داعش ترکنټرول لاندې سیمو کښې پاتې دي انساندوستانه مرستو ته اړتیا لري.
د عراق د شمال او لویدیځ ځینې برخې په ۲۰۱۴ کال کښې داعش ترهګرې ډلې نیولې وې.
د عراق پوځ او ولسي مبارز ځواک د روان کال په جنورۍ میاشت کښې داعش ترهګره ډله د موصل له ختیځې برخې په بشپړه توګه ایستلې ده.
د عراق پوځ نن سبا هم د موصل د لویدیځې برخې د کنټرولولو لپاره له داعش ترهګرې ډلې سره ښکیل دی او له دغې برخې یې هم څه باندې نیمې سیمې خلاصې کړې دي.
ټیګونه