صهیونیسټو پوځیانو یو بل فلسطینی شهید کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i47406-صهیونیسټو_پوځیانو_یو_بل_فلسطینی_شهید_کړ
د صهیونیسټي رژيم پوځیانو نن په قدس کښې یو فلسطینی ځوان د صهیونیسټي ضدو عملیاتو د ترسره کولو په وخت شهید کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 13, 2017 16:17 Asia/Kabul
  • صهیونیسټو پوځیانو یو بل فلسطینی شهید کړ

د صهیونیسټي رژيم پوځیانو نن په قدس کښې یو فلسطینی ځوان د صهیونیسټي ضدو عملیاتو د ترسره کولو په وخت شهید کړ.

د فلسطین د خبر رسونې د مرکز د رپورټ له مخې د دغه فلسطیني ځوان په صهیونیسټي ضدو عملیاتو کښې یو اسرائیلي پولیس زخمي شوی دی. ویل شوي دي چې دغه اسرائیلي پولیس به تل مسجدالاقصی ته د تګ په وخت فلسطیني میرمنې ځورولې.

د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر میاشت کښې د قدس د انتفاضې له پیل راهیسې ۳۱۰ فلسطینیان د صهیونیسټانو په لاس شهیدان شوي او ګڼ شمیر نور زخمي شوي دي.