اسرائیلو پر لوږتړ کونکو فلسطیني اسیرانو دباو زیات کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i47658-اسرائیلو_پر_لوږتړ_کونکو_فلسطیني_اسیرانو_دباو_زیات_کړی_دی
د فلسطیني اسیرانو د چارو د پلاوي مشر پرون وویل: د اسرائیلو رژیم د (نقب) په صهیونیسټي جیل کښې ټول لوږتړ کونکي فلسطیني اسیران نورو جیلونو ته منتقل کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 17, 2017 03:07 Asia/Kabul
  • اسرائیلو پر لوږتړ کونکو فلسطیني اسیرانو دباو زیات کړی دی

د فلسطیني اسیرانو د چارو د پلاوي مشر پرون وویل: د اسرائیلو رژیم د (نقب) په صهیونیسټي جیل کښې ټول لوږتړ کونکي فلسطیني اسیران نورو جیلونو ته منتقل کړي دي.

د ایرنا د خبر له مخې عیسی قراقع زیاته کړه: دغه فلسطیني اسیران (ایشل) او نورو نامعلومو صهیونیسټي جیلونو ته بوول شوي دي.

د صهیونیسټي رژيم په جیلونو کښې پرتو فلسطیني اسیرانو د تیرې اپریل میاشتې له اولسمې نیټې څخه د صهیونیسټي رژيم په توکمپال سیاست او کړچار باندې په اعتراض کښې د (آزادي او کرامت) په شعار سره خپل لوږتړ پيل کړی دی.

نن سبا د اسرائیلو په جیلونو کښې کابو شپږنیم زره فلسطینیان بندیوان دي چې ۶۲ پکښې ښځې او ۳۰۰ ماشومان او ځلمیان دي.

د نړۍ د مختلفو هیوادونو خلکو هم د فلسطیني اسیرانو د لوږتړ ملاتړ کړی دی.

 

 

 

 

 

 

عراقي ځواکونو د موصل له عملیاتو وروسته په کرکوک ولایت کښې هم عملیات بیلوي

د عراق وزیراعظم پرون وویل چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونه به په موصل کښې د عملیاتو له ختمیدو سره سم، په کرکوک ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې خلاف نوي عملیات پیل کړي.

حیدر العبادي وویل: د موصل د ازادولو عملیات به په څو راتلونکو ورځو کښې پاې ته ورسیږي او د موصل د جګړې له ختمیدو سمدسي وروسته به د داعش له عناصرو څخه د کرکوک ولایت د خویجه ښار د پاکولو لپاره د پوځ نوي عملیات پيل شي.

د خویجه ښار او الریاض او الزاب سیمو په شمول د کرکوک ولایت د سویل لویدیځ ډیرې برخې لاهم د داعش په نیواک کښې دي.

حیدر العبادي په دې خبرې سره چې په دې وروستیو ورځو کښې عراقي ځواکونو د موصل په جګړه کښې سترې بریاوې لرلې دي، زیاته کړه: د موصل د لویدیځې غاړې د بشپړې آزادۍ لپاره د عراقي ځواکونو پرمختګ به دوام ولري.

 

 

 

 

سوریه وايي د بندیانو په هکله د امریکې تور دروغ او بې بنیاده دی

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د (صیدنایا) جیل د بندیانو د وژلو او د هغوي د مړو د سوزولو په هکله د امریکې د حکومت د تورونو په ردولو سره وویل: د جنیوا خبرواترو د پيلیدو په درشل کښې په سوریې باندې د دې نویو تورونو د لګولو موخه بیخي څرګنده او معلومه ده.

د سوریې د رسمي خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کښې د امریکې د تورونو په ځواب کښې ټینګار وکړ: د امریکې د حکومت دا عادت دی چې په نورو هیوادونو کښې د خپلو غلیمانه او مداخله غواړو سیاستونو د توجیه لپاره په هغو هیوادونو له دروغ تړلو او تور لګولو ګټه پورته کړي.

په دغه خبرپاڼه کښې راغلي دي چې د سوریې حکومت ټینګار لري دا ډول ادعاوې دروغ او بې بنسټه دي او امریکا هر ځل د خبرواترو د هر پړاو له پیلیدو څو ورځې مخکښې دا حربه استعمالوي.

 

 

 

 

 

د امریکې دفاع وزارت ټینټاګان پرون د واشنګټن او متحده عرب اماراتو ترمنیځ د نوې پوځي موافقې خبر ورکړ.

دغه موافقه امریکې ته د ابوظبۍ د ولیعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان په سفر کښې شوې ده.

د امریکې د دفاع وزارت پرون وویل: نوې موافقه به په راتلونکو پنځلسو کالو کښې د امریکې او اماراتو ترمینځ د لاپياوړو ملګرتیاو امکان برابر کړي.

په عین حال کښې د امریکې دفاع وزیر جیمز ماټیس وویل: دا موافقه به د اماراتو او امریکې ترمینځ د ګډو ملګرتیاو یو نوی باب پرانزي.

د ویلو ده چې متحده عرب امارات د امریکې د وسلو او پوځي تجهیزاتو یو ډیر ستر اخیستونکی دی. پر دې سربیره ګڼ امریکايي پوځیان هم له کلونو راهیسې په اماراتو کښې دیره دي.