نړۍ د یمن د کړکیچ تشه تماشه کوي
د ملګرو ملتو د بشردوستانه چارو مسئول په دې خبرې سره چې د یمن خلک له جنګ، قحطۍ او د وژونکو ناروغیو له خوریدو سره مخامخ دي، څرګنده کړه چې دغه هیواد د بشپړې ټوټې کیدو په لور روان دی.
سټیفن اوبراین بیګا د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کښې څرګنده کړه: نړۍ د یمن د کړکیچ تشه تماشه کوي.
هغه په دې خبرې سره چې اوس وخت دی چې په نړۍ کښې ترټولو سترې ایمرجنسي ته د پاې ټکی کیږدو، وویل: باید یمن د خوندي کیدو لارې ته ستون کړو.
د سټیفن اوبراین څرګندونې په یمن کښې د دوه کلن جنګ د ختمولو لپاره د جدي مذاکراتو له پیلیدو او له کړکیچه د دغه هیواد د لرې کولو په موخه پر سعودي رژیم باندې په دباو اچولو کښې د امنیت شورا د ناتوانۍ په وجه د هغه د نهیلۍ احساس څرګندوي.
سعودي عربستان د امریکې او د ریاض د تړونوالو لویدیځو او عربو هیوادونو په ملاتړ سره او د ملګرو ملتو د چپتیا په سیوري کښې د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې نه د یمن د استعفا کړي ولسمشر عبدربه منصور هادي د ستنولو په پلمه پردغه هیوا پوځي تیری او د هغه ځمکنۍ، سمندري او هوايي محاصره پيل کړې ده چې تراوسه یې د ۱۱ زرو یمینیانو له وژل کیدو، د لس هاو زرو له زخمي کیدو او د میلیونونو نورو له بې کوره کیدو پرته کومه نتیجه نه ده لرلې.
د عربستان پوځي تیري د یمن فقیر هیواد د خوراکي او درملیزو موادو له سخت کمي سره مخامخ کړی دی او د ګڼو ناروغیو د خپریدو سبب شوی دی.