د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو پر سوریې بمباري کړې ده
سوري سرچینو د خپل هیواد پر سرحدي سیمو د صهیونیسټي رژیم د جنګي الوتکو په بمبارۍ کښې د څو ملکي وکړو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
الاخباریه ټي وي چینل اعلان وکړ: د صهیونیسټي رژیم هوايي ځواکونو په سوریه کښې د القاعدې له څانګې د ملاتړ په دوام کښې د دغه هیواد په جولان سیمه کښې پر یو کور څو توغندي وویشتل چې له امله یې څو کسان وژل شوي او زخمي شوي دي. خبر زیاتوي چې دغې حملې ډیر مادي او مالي تاوان هم اړولی دی.
د سوریې رسنیو له دې مخکښې هم ویلي وو چې د جولان غونډیو په شمالي برخه کښې د صهیونیسټي رژیم د پوځ په هوايي برید کښې د سوریې د پوځ تجهیزاتو ته یولړ تاوانونه رسیدلي دي.
د سوریې پوځ اعلان کړی چې د صهیونیسټي رژيم جنګي جیټونو دغه هوايي حمله د البعث ښار په اطرافو کښې د سوري پوځ او ترهګرو ترمینځ د سختو نښتو پرمهال کړې ده.
د سوریې حکومت وايي، هر کله چې ترهګرې ډلې د دغه هیواد په سویل لویدیځو سیمو کښې ماتې خوړو ته نزدې کیږي، د صهیونیسټي رژیم پوځ سرحد ته څیرمه د نیواکي سیمو د هدف ګرځیدو په پلمه، د سوري ځواکونو سنګرونه په نښه کوي.