په یمن کښې وبا ۱۳۰۰ کسان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i50736-په_یمن_کښې_وبا_۱۳۰۰_کسان_ووژل
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ چې په یمن کښې د وبا په ناروغۍ اخته ۱ زر ۳۱۰ کسان مړه شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 25, 2017 03:12 Asia/Kabul
  • په یمن کښې وبا ۱۳۰۰ کسان ووژل

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ چې په یمن کښې د وبا په ناروغۍ اخته ۱ زر ۳۱۰ کسان مړه شوي دي.

د ایرنا د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان څرګنده کړه:  د یمن په مختلفو سیمو کښې دوه لکه کسان د وبا په ناروغۍ باندې په ککړیدو شکمن دي.

پر یمن د عربستان د حملو په دوام او د دغه هیواد د بیخ بیناو په تیره بیا د اوبو رسونې د شبکې په خرابیدو سره په یمن کښې د وبا ناروغۍ په تیزۍ سره په خوریدو ده.

د ویلو ده چې سعودي عربستان د امریکې په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې په یمن باندې پوځي تیری او د دغه هیواد ځمکنۍ، سمندري او هوايي محاصره پیل کړې ده.

په دغه پوځي تیري کښې تراوسه څه باندې ۱۲ زره یمنیان وژل شوي، په لس هاو زخمي شوي او میلیونونه نور بې کوره او کډه په سر شوي دي.

د عربستان پوځي تیري او کلابندۍ همداشان د یمن بې وزله هیواد د خوراکي او درملیزو موادو له سخت کمي سره مخ کړی دی.