صهیونیسټ رژیم یوځل بیا په سوریې تیری وکړ
Jun 29, 2017 03:13 Asia/Kabul
صهیونیسټي رژیم تیره شپه د سوریې د سویل د قنیطره ولایت په صمدانیه شرقي سیمه کښې د دغه هیواد د پوځ سنګرونه په نښه کړل.
په دغه برید کښې د سوریې د پوځ یو توپخانه اي مرکز چې په ریف قنیطره کښې یې له جبهة النصره ترهګرې ډلې سره په مقابله کښې مهم رول درلود،له برید سره مخ شو.
اسرائیل تل د ترهګرو د ملاتړ لپاره د سوریې د پوځ سنګرونه په نښه کوي.
د سوریې کړکیچ د دغه هیواد د ولسمشر بشارالاسد د قانوني حکومت د ړنګولو په موخه له ۲۰۱۱ کال څخه د عربستان، صهیونیسټ رژیم، امریکې او د دوي د انډیوالانو د ملاتړوړ ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره پیل شوی دی.
ټیګونه