سعودي رژیم څلور نور عربستانیان اعدام کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i51860-سعودي_رژیم_څلور_نور_عربستانیان_اعدام_کړل
په عربستان کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په دوام کښې آل سعود رژيم په القطیف ښار کښې څلور کسان اعدام کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 12, 2017 03:05 Asia/Kabul
  • سعودي رژیم څلور نور عربستانیان اعدام کړل

په عربستان کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په دوام کښې آل سعود رژيم په القطیف ښار کښې څلور کسان اعدام کړل.

ایرنا د لبنان د العهد خبري ویب سایټ په حواله لیکلي دي چې د عربستان د کورنیو چارو وزارت پرون په یوه بیانیه کښې وویل: څلور عربستانیان پرون د ترهګرو عملیاتو په تور په القطیف ښار کښې اعدام شول.

سعودي چارواکي د ځینو قوانینو او د بیان د آزادۍ او سوله ایزو مظاهرو د حق په شان اساسي آزادیو او حقوقو پورې د اړوندو سختو سزاګانو د اجرا لپاره د ترهګرۍ اصطلاح کاروي.