روسیه دسورئې دحکومت او مخالفانو ترمینځ دخبرواترو د دوام ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i52168-روسیه_دسورئې_دحکومت_او_مخالفانو_ترمینځ_دخبرواترو_د_دوام_ملاتړ_وکړ
ایرناخبری اژانس راپورورکړ په جینوا کې په ملګروملتو کې په اروپائی برخې کې د روسیې استازی الکسی بووډفکین نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، په جینوا کې دسوریاوالو دخبرواترو په نوی پړاؤ کې په سورئې کې د کرارو سیمو د حدودو درامینځةکولو دځینو تخینیکی مسئلو په باب دموافقې زیات امکان شته دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 16, 2017 10:56 Asia/Kabul
  • روسیه دسورئې دحکومت او مخالفانو ترمینځ دخبرواترو د دوام ملاتړ وکړ

ایرناخبری اژانس راپورورکړ په جینوا کې په ملګروملتو کې په اروپائی برخې کې د روسیې استازی الکسی بووډفکین نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، په جینوا کې دسوریاوالو دخبرواترو په نوی پړاؤ کې په سورئې کې د کرارو سیمو د حدودو درامینځةکولو دځینو تخینیکی مسئلو په باب دموافقې زیات امکان شته دی .

   هغه   همداراز په جینوا کې  د سوریاوالو ترمینځ  دخبرواترو  د اوه م  پړاؤ  په مثبت بللو سره  زیاته کړې ،  که څه  هم  دخبرواترو په دغې مرحلې کې  دپام وړ فیصلې نه دی شوی ، خو   دترهه ګرۍ دموضوع په باب  دخبرواترو لپاره  دګډون کونکو پلاؤ  دچمتووالی  پشمول  په رغنده شرائطو کې  خبرې اترې  ترسره شوی دی .

  دسوریا والو ترمینځ دسولې   دخبرواترو اوه م  پړاؤ پرون سهار  پای ته رسیدلی او ټاکل شوې ده  چې  د دغو خبرواترو اتم پړاؤ هم  په راتلونکی ستمبر کې په جینوا کې ترسره شی .

 دجینوا پر خبرواترو سربیره ،  تراوسه پورې   دقزاقستان په آستانې کې   د سوریاوالو   ترمینځ   په لوړه سویه څلور ځله  خبرې اترې  شوی دی چې دغه خبرې اترې هم د  ایران ،روسیې اوترکیې په  نوښت سره  ترسره شوی او په دغو  خبرواترو  کې په سورئې کې  د کرارو سیمو درامینځةکولو په باب سره موافقې  هم شوی دی .