روسیه دسورئې دحکومت او مخالفانو ترمینځ دخبرواترو د دوام ملاتړ وکړ
ایرناخبری اژانس راپورورکړ په جینوا کې په ملګروملتو کې په اروپائی برخې کې د روسیې استازی الکسی بووډفکین نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، په جینوا کې دسوریاوالو دخبرواترو په نوی پړاؤ کې په سورئې کې د کرارو سیمو د حدودو درامینځةکولو دځینو تخینیکی مسئلو په باب دموافقې زیات امکان شته دی .
هغه همداراز په جینوا کې د سوریاوالو ترمینځ دخبرواترو د اوه م پړاؤ په مثبت بللو سره زیاته کړې ، که څه هم دخبرواترو په دغې مرحلې کې دپام وړ فیصلې نه دی شوی ، خو دترهه ګرۍ دموضوع په باب دخبرواترو لپاره دګډون کونکو پلاؤ دچمتووالی پشمول په رغنده شرائطو کې خبرې اترې ترسره شوی دی .
دسوریا والو ترمینځ دسولې دخبرواترو اوه م پړاؤ پرون سهار پای ته رسیدلی او ټاکل شوې ده چې د دغو خبرواترو اتم پړاؤ هم په راتلونکی ستمبر کې په جینوا کې ترسره شی .
دجینوا پر خبرواترو سربیره ، تراوسه پورې دقزاقستان په آستانې کې د سوریاوالو ترمینځ په لوړه سویه څلور ځله خبرې اترې شوی دی چې دغه خبرې اترې هم د ایران ،روسیې اوترکیې په نوښت سره ترسره شوی او په دغو خبرواترو کې په سورئې کې د کرارو سیمو درامینځةکولو په باب سره موافقې هم شوی دی .