صهیونسټي ځواکونو په یو شمیر فلسطینیان شهیدان او ژوبل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i52434-صهیونسټي_ځواکونو_په_یو_شمیر_فلسطینیان_شهیدان_او_ژوبل_کړل
د مسجد الاقصی په خوا کې  په فلسطینیو لمونځ کوونکو د قدس د نیواکګرو په برید کې یو فلسطینی شهید شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2017 15:39 Asia/Kabul
  • صهیونسټي ځواکونو په یو شمیر فلسطینیان شهیدان او ژوبل کړل

د مسجد الاقصی په خوا کې  په فلسطینیو لمونځ کوونکو د قدس د نیواکګرو په برید کې یو فلسطینی شهید شو.

 

زمونږ د خبریال د راپور له مخې دغه فلسطینی ځوان نن  په ختیځ بیت المقدس کې په جبل المکبر سیمه کې د صهیونسټانو په ډزو شهید شو.   د دغه ځوان په شهادت سره د دوه زره پینځلسم کال له اکتوبره د قدس د انتفاضې د شهیدانو شمیر ۳۴۱ تنو ته ورسیده .

همداراز د زرګونو صهیونسټي پوځيانو په برید کې چې له نن سهاره  د مسجد الاقصی انګڼ ته د فلسطنیو لمونځ ګزارو د ورتګ د مخنیوي لپاره یې الاقصی جومات محاصره کړی و  یو شمیر فلسطینیان ژوبل شول.

 په دا وروستیو میاشتو کې صهیونسټي پوځیانو په مسجد الاقصی کې  د لمونځو کولو او ورتګ لپاره په فلسطینیانو پابندۍ او حملې زیاتې کړې دي.