ایران قطر ته دبحران په وخت لومړنۍ هوائی لاره ورکړه
دقطر خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثانی هم نن په یولړڅرګندونو کې دقطر دحاکمیّت او نړیوالو قوانینو ته داحترام په اساس دخبرواترو له لارې دفارس خلیج دبحران دحل لپاره د قطر پر دریځونو په ټینګار سره ووئیل ، دهر هغې موضوع په باب خبرې اترې چې دقطر حاکمیّت ته ګوزار ورکوی ، د منلو وړ نه دی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دقطر دفاع وزیر خالد بن محمد العطیه په یولړ څرګندونو کې ووئیل دڅلورو عربی هیوادونو له بندیزه وروسته دایران اسلامی جمهوریت دقطر پر الوتونو دخپل هوائی حریم په پرانیستو سره له دوحې سره لومړنۍ مرسته وکړه .
هغه ووئیل ایران دهوائی حریم پر پرانیستو سربیره ددوحې د خلکو ځینی خوراکی اړتیاوې هم پوره کړې .
دقطر دفاع وزیر ددې خبرې په کولو سره چې ایران د قطر یو ګاونډی او د دغه هیواد په شمال کې دګیسو په زیرمو کې شریک دی ، زیاته کړې ، د دواړو هیوادونو ترمینځ دښه ګاونډیتوب په سیوری کې دغه شراکت ، دوحه له تهران سره ملګرتیا ته پابند کوی .
داپه داسې حال کې دی چې دقطر خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثانی هم نن په یولړڅرګندونو کې دقطر دحاکمیّت او نړیوالو قوانینو ته داحترام په اساس دخبرواترو له لارې دفارس خلیج دبحران دحل لپاره د قطر پر دریځونو په ټینګار سره ووئیل ، دهر هغې موضوع په باب خبرې اترې چې دقطر حاکمیّت ته ګوزار ورکوی ، د منلو وړ نه دی .
دقطر امیر شیخ تمیم بن حمدآل ثانی هم د تیرې جمعې په شپې دقطر دبایکاټونکو څولور هیوادونو سره داختلاف دحل لپاره د دوحې دچمتووالی خبر ورکړی ؤ خو دقطر د حاکمیّت داحترام په اساس ئې خبرې دقطرجدی دریځ بللی دی .
داپه داسې حال کې د ی چې عربستان ،اماراتو ، مصر او بحرین نن دقطر له خوا دملاتړ کیدونکوترهه ګرو ډلو ،کسانو اواورګانونو یو نوی لیسټ هم خپور کړی دی.