ملګري ملتونه: د یمن کړکیچ لازیات شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i52922-ملګري_ملتونه_د_یمن_کړکیچ_لازیات_شوی_دی
په یمن کښې د ملګرو ملتو د انساني چارو د دفتر د اطلاع رسونې مسئول ویلي چې په دغه هیواد کښې انساني کړکیچ لازیات شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 29, 2017 03:10 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه: د یمن کړکیچ لازیات شوی دی

په یمن کښې د ملګرو ملتو د انساني چارو د دفتر د اطلاع رسونې مسئول ویلي چې په دغه هیواد کښې انساني کړکیچ لازیات شوی دی.

زید العلایا په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې یمن له یوې انساني غمیزې سره مخامخ دی، څرګنده کړه: ۲۱ میلیونه یمنیان انساندوستانه مرستو ته اړتیا لري.

هغه همداشان وویل چې فقر، د وبا ناروغي او خوراکي ناامني د یمنیانو ژوند ګواښي.

د ویلو ده چې سعودي عربستان د امریکې او د خپلو نورو عربو او لویدیځو انډیوالو هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې، قدرت ته د یمن د استعفا کړي ولسمشر عبدربه منصور هادي د ستنولو په پلمه پر یمن پوځي تیری کړی او دغه هیواد یې د ځمکې، هوا او سمندر له درې واړو لارو کلابند کړی دی.

دغه تیري د څه باندې یولس زرو یمنیانو د وژل کیدو او د لسو زرو پر ژوبلیدو سربیره د یمن بې وزله هیواد د خوراکي او درملیزو موادو له سخت کمي سره مخامخ کړی او د ګڼو ناروغیو د خوریدو سبب شوی دی.