دسوریې عسکرو سرحدې سیمې له ترهګرو پاکې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i53866-دسوریې_عسکرو_سرحدې_سیمې_له_ترهګرو_پاکې_کړې
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې پوځ په سویدا ولایت کښې له اردن سره دخپل هیواد ټولې سرحدی سیمې دترهګرو ډلو له وجود څخه پاکې کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 11, 2017 01:25 Asia/Kabul
  • دسوریې پوځیانو دحمص ولایت په ختیځې برخې  کښې دوه(۲) نور کلي له داعش ترهګرو ازاد کړل .
    دسوریې پوځیانو دحمص ولایت په ختیځې برخې کښې دوه(۲) نور کلي له داعش ترهګرو ازاد کړل .

ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې پوځ په سویدا ولایت کښې له اردن سره دخپل هیواد ټولې سرحدی سیمې دترهګرو ډلو له وجود څخه پاکې کړې .

دسوریې پوځیانو د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د ځواکونو په مرستې سره په جنوب کښې دسویدا ولایت څه دپاسه دیرش زره او درې سوه مربع کلومیټره  ختیځې سیمې دداعش ترهګرې ډلې له وجود څخه پاکې کړې او دسویدا ولایت دختیځ دلوړو په اوو(۷) سیمو یې هم  کنټرول ترلاسه کړ .

دغه راز له اردن سره په سرحد کښې په یوشمیر سیمو کښې د سوریې دپوځ په عملیاتو کښې په لسګونو وهابی ټروریسټان هلاک یا ژوبل شول .

دسوریې عسکرو د تیرې جولاۍ میاشتې په ۱۰ نیټه هم دسویدا ولایت په ختیځ کښې په لسګونو کلی ، سیمې او ستراتژیکې لوړې له ترهګرو پاکې کړی وې او په جنوب کښې د درعا ولایت په ریف دمشق ، غوطه شرقی او ختیځ کښې  یې داردن له سرحدونو ترهګرو ته د مرستو د رسولو لارې غوڅې کړی وې .

دسوریې پوځیانو دغه راز په لویدیځ کښې دحمص ولایت په ختیځې برخې  کښې دوه(۲) نور کلی له داعش ترهګرو ازاد کړل .