د عربستان په العوامیه کښې انساني وضعه ډیره خرابه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i53938-د_عربستان_په_العوامیه_کښې_انساني_وضعه_ډیره_خرابه_ده
د سعودي رژيم پوځیانو د تیرې جولایۍ میاشتې له اتویشتمې نیټې څخه په الشرقیه ولایت کښې د العوامیه ښار په خلکو سخت ظلم شروع کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 12, 2017 07:58 Asia/Kabul
  • د عربستان په العوامیه کښې انساني وضعه ډیره خرابه ده

د سعودي رژيم پوځیانو د تیرې جولایۍ میاشتې له اتویشتمې نیټې څخه په الشرقیه ولایت کښې د العوامیه ښار په خلکو سخت ظلم شروع کړی دی.

 په العوامیه نومي شیعه میشت ښارګي کښې د خلکو په کورونو باندې د آل سعود رژيم د پوځیانو د بریدونو په دوام کښې د عربستان د بشري حقوقو فعال امیر نمر په دغه ښارګي کښې د انساني حالاتو د خرابتیا خبر ورکړ.

امیر نمر د روان کال په مۍ میاشت کښې ریاض ته د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سفر وروسته په العوامیه کښې د سعودیانو د هدفمنو تحرکاتو سختیدو ته په اشارې سره وویل چې د دغه ښارګوټي زیاتره اوسیدونکي کډه په سر شوي دي.

نمر د اصلاحاتو د کیدو او له خپلو روا حقوقو د دغې سیمې د اوسیدونکو د بې برخې توب د ختمیدو لپاره د القطیف سیمې د خلکو غوښتنې ته په اشارې سره وویل: دا غوښتنې نه بواې د شیعیانو د حقوقو لپاره بلکې د سنیانو د حقوقو د پوره کیدو لپاره هم ضروري دي.

یاده دې وي چې د سعودي رژيم پوځیانو د تیرې جولایۍ میاشتې له اتویشتمې نیټې څخه په الشرقیه ولایت کښې د العوامیه ښار په خلکو سخت ظلم شروع کړی دی.