عربستان دې دقطر دحاجیانو په وړاندې خنډونه نه جوړوی
له دې مخکې هم دقطر دبشری حقوقو ملی کمیشن ددینی اوعقیدتی آزادیو په چارو کې دملګروملتو ځانګړی رپورټر ته په یوه لیک کې له عربستانه په شکایت کولو سره دحج دمناسکو دسیاسی کولو په تورونو سره وئیلی وو د حج دمناسکو په اجرا کې دریاض دچارواکو کړچار د نړیوالو تړونونو او کنونشنونو خلاف ورزی ده .
العالم ټیلیویژنی چینل راپورورکړ دقطر دبشری حقوقو د ملی کمیشن مشر علی بن صمیخ المری پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې پر سعودی چارواکو غږ کړی ، د حاجیانوپر مخ دې د دواړوهیوادونو ترمینځ دمځکنۍ پولط او دغه راز دقطر د الوتونو لپاره دمستقیمو الوتونو د لارو په پرانیستو سره دې د دغه هیواد دحاجیانو په وړاندې جوړ خنډونه لیرې کړی .
المری زیاته کړې ، قطر له نړیوالو اورګانونو هم غوښتی دی ، دقطر دحاجیانو دحقوقو دخلاف ورزیو دختمولو لپاره دې لاس په کار شی .
له دې مخکې هم دقطر دبشری حقوقو ملی کمیشن ددینی اوعقیدتی آزادیو په چارو کې دملګروملتو ځانګړی رپورټر ته په یوه لیک کې له عربستانه په شکایت کولو سره دحج دمناسکو دسیاسی کولو په تورونو سره وئیلی وو د حج دمناسکو په اجرا کې دریاض دچارواکو کړچار د نړیوالو تړونونو او کنونشنونو خلاف ورزی ده .
سعودی عربستان اماراتو،مصر اوبحرین دتیر جون په پنځمه نیټه له ترهه ګرۍ په ملاتړ دقطر په تورنولو سره له دوحې سره خپلې هرډول اړیکې غوڅې کړی او له دې سره په یووخت ئې دقطر په وړاندې خپلې هوائی اومځکنۍ سرحدی لارې هم وتړلې .