ملګری ملتونه: شل میلین یمنیان فوری مرستو ضرورت لری
ملګرو ملتو پرون په یمن کښې له بدو انسانی حالاتو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل له شلو میلینو زیات یمنیان فوری مرستو ته ضرورت لری.
د روسیاالیوم خبری چېنل د رپوټ له مخې په یمن کښې د ملګرو ملتو د انسانی چارو غږملونکی جیمی مېک ګولډریک د دې په بیانولو سره چې په یمن کښې د جنګ دوام د دې سبب شوے چې دغه هېواد په نړۍ کښې له ترټولو ستر انسانی بحران سره مخامخ شی زیاته کړه، د یمن خلق خوراکی، درملی او روغتیائی مرستو ته سخت ضرورت لری.
سعودی عرب د امر یکې، لو ید یځو هېوادونو او د ر یاض د عربو انډیوالو هېوادونو په ملاتړ سره د 2015 کال له مارچ څخه د یمن د مستعفی او فراری ولسمشر عبد ربه منصور هادی اقتدار ته د ستنولو په بهانه په یمن باندې د فوځی تیری او د دغه هېواد د زمکنۍ، سمندری او هوائی محاصرې اقدام کړے دے.
دغه فوځی تیری تر اوسه د دولسو زرو یمنیانو له وژل کېدو په لسګونو زرو زخمی کېدو، د میلینونو یمنیانو له مهاجرېدو او د دغه هېواد د مراکزو او ودانیو له و یجاړېدو نه بغېر څه نتیجه نه ده لرلې.
د سعودی فوځی تیری همدارنګ د یمن فقیر هېواد د خوراکی او درملیزو مواد له سخت کمښت سره مخامخ کړے او د د وبا په شمول د ګڼ شمېر بیماریو د خورېدو سبب شوے دے چې له امله یې ګڼ شمېر کسان مړۀ شوی او یا د مرګ له ګواښ سره مخامخ دی.