د یمن ولس پر ملګرو ملتو هیڅ باور نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i54878-د_یمن_ولس_پر_ملګرو_ملتو_هیڅ_باور_نه_لري
ملګري ملتونه په یمن کښې د سعودي-امریکايي جنایتونو په لړ کښې د تحقیق لپاره په بلنه کښې جدي نه دي او له دغه سازمانه هیڅ تمه نه شي کیدلی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 26, 2017 03:06 Asia/Kabul
  • د یمن ولس پر ملګرو ملتو هیڅ باور نه لري

ملګري ملتونه په یمن کښې د سعودي-امریکايي جنایتونو په لړ کښې د تحقیق لپاره په بلنه کښې جدي نه دي او له دغه سازمانه هیڅ تمه نه شي کیدلی.

د یمن د انصار ا... غورځنګ ویاند د سعودي رژیم د جنایتونو په وړاندې د ملګرو ملتو په کړچار باندې په نیوکې سره وویل چې د یمن ولس پر دغه سازمان باور نه شي کولی.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې محمد عبدالسلام په صنعاء کښې د سعودي عربستان او د هغه د انډیوالانو د وروستي جنایت په غبرګون کښې ټینګار وکړ: ملګري ملتونه د سعودي رژيم په مشرۍ د ائتلاف جنایتونو ته په بې پامۍ سره د یمن د خلکو د وژلې د دوام ذمه وار دی.

عبدالسلام همداشان وویل: ملګري ملتونه په یمن کښې د سعودي-امریکايي جنایتونو په لړ کښې د تحقیق لپاره په بلنه کښې جدي نه دي او له دغه سازمانه هیڅ تمه نه شي کیدلی.