وبا له یمن څخه د عربستان سویلي ښار ته ورسیدله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i55347-وبا_له_یمن_څخه_د_عربستان_سویلي_ښار_ته_ورسیدله
د عربستان روغتیا وزارت د یمن سرحد ته څیرمه جیزان ښار کښې په وبا د پنځو کسانو د اخته کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2017 10:15 Asia/Kabul
  • وبا له یمن څخه د عربستان سویلي ښار ته ورسیدله

د عربستان روغتیا وزارت د یمن سرحد ته څیرمه جیزان ښار کښې په وبا د پنځو کسانو د اخته کیدو خبر ورکړ.

د عربستان د روغتیا وزارت د دغه هیواد په سویل کښې د جیزان په سرحدي ښار کښې په وبا (هیضې) د اخته شویو کسانو ملیت ته له اشارې پرته وویل چې د ناروغانو د درملنې لپاره ضروري اقدامات ترسره شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د رپورټ له مخې، د روان کال په اپریل کښې په یمن کښې د وبا ناروغۍ د خوریدو له پيل راهیسې ۲۰۱۸ یمنیان وژل شوي دي.

همداشان ځايي سرچینو د یمن سباء خبري آژانس ته ویلي چې د سعودیانو تیري ګرو جنګي الوتکو پرون د یمن د لویدیځ په حجه ولایت کښې حرض او میدي سیمې حوارلس ځلې په نښه کړې.

اخوا د امریکې دفاع وزارت د یمن په سواحلو کښې د یوې چورلکې د نسکوریدو په پيښه کښې د خپل هیواد د یو پوځي د وژل کیدو خبر ورکړ.