روسیه اوعربستان د یوې واحدې سورئې ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i55733-روسیه_اوعربستان_د_یوې_واحدې_سورئې_ملاتړ_کوی
لاؤروف همداراز فارس خلیج دحوزې دځینو عربو هیوادونو دبحران دحل په باب هم ووئیل ، روسیه په دغې شخړې کې له ټولو ښکیلو لورو غوښتی دی څو دخپلو مسئلو دحل لپاره دې نیغ په نیغه خبرواترو ته مخه کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 10, 2017 15:02 Asia/Kabul
  •   روسیه اوعربستان د یوې واحدې سورئې ملاتړ کوی

لاؤروف همداراز فارس خلیج دحوزې دځینو عربو هیوادونو دبحران دحل په باب هم ووئیل ، روسیه په دغې شخړې کې له ټولو ښکیلو لورو غوښتی دی څو دخپلو مسئلو دحل لپاره دې نیغ په نیغه خبرواترو ته مخه کړی .

دلبنان  المیادین  ټیلیویژنی چینل راپورورکړ  د روسیې خارجه وزیرسرګئ لاؤروف   نن  په جده کې د سعودی عربستان  له خارجه وزیر عادل الجبیر سره په ګډ خبری کنفرانس کې  ووئیل  روسیه  دسورئې دشخړې دحل لپاره  د دغه هیواد دمخالفانو ترمینځ دګډ پلاوی دجوړیدا په ضرورت ټینګار لری .

لاؤروف  همداراز  فارس خلیج  دحوزې دځینو عربو هیوادونو دبحران دحل په باب  هم  ووئیل ، روسیه  په دغې شخړې کې  له ټولو ښکیلو  لورو  غوښتی  دی څو  دخپلو مسئلو دحل لپاره دې  نیغ په نیغه خبرواترو  ته مخه کړی . 

 دعربستان خارجه وزیر  عادل الجبیر هم  په دغه ګډ خبری کنفرانس کې  کې ووئیل  روسیه اوعربتسان  دمتحده سورئې  څخه ملاتړ کوی او ریاض تل  دسورئې  دمځکنۍ بشپړتیا د ساتنې په باب  پخپلو دریځونو ټینګار کړی دی . الجبیر  زیاته کړې ، عربستان  په سورئې کې  دسیاسی  بهیر دپیلیدو  غوښتونکی دی  او  دیمن  دشخړې په حل کې  دروسیې له دریځونو هم هرکلی کوی .

 دسعودی عربستان خارجه وزیر همداراز  د دغه هیواد او قطر  دشخړې په باب هم ووئیل  ترڅو چې  قطر  دعربستان غوښتنو ته ځواب ورنکړی ،  د هغو په وړاندې به دعربستان اوسنۍ  دریځ هماغه راز  دوام وکړی .

د روسیې خارجه وزیر  بیګا  عربستان  ته په سفر تللی  او  دجدې ښآر  په  ملک عبدالعزیز هوائی  ډګر کې ئې  دعربستان خارجه وزیر تود هرکلی کړی دی  هغه دغه راز د عربستان له پاچا سره هم لیده کاته کړی اوټاکل شوې وه چې  نن شپه اردن ته لاړ شی .